غزني ښار (پژواک ۲۸ سلواغه ۹۲) د غزني چارواکي وايي چې د دې ولايت په رشيدانو ولسوالۍ کې د چاودنې پر مهال نهو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په غزني کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند نظيف الله سلطاني پژواک خبري اژانس ته وويل، يو شمېر وسله والو طالبانو نن د سلواغې په ٢٨مه غوښتل چې د رشيدانو د ميلې په سيمه کې په عامه لاره کې ماين خښ کړي.
ده زياته کړه، په دې وخت کې ماين چاودنه کړې، چې په ترڅ کې يې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د هغه په خبره، د وژل شويو وسله والو جسدونه په سيمه کې پاتې وو او ټپيان له سيمې څخه تللي دي.
د ۲۰۳ تندر قول اردو وياند وايي، د دې ترڅنګ د ملي اردو ځواکونو د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې عمليات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې يو شمېر وسلې د دوى لاسته ورغلې دي.
دى زياتوي، د ټاکنو په موخه د دې ولايت په يو شمېر ولسواليو کې د ملي اردو او ملي پوليسو له لوري عمليات روان دي، چې وسله والو طالبانو ته په کې هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.