کابل (پژواک ٢٨سلواغه ٩٢): د کورنيو چارو وزارت وايي، چې د کابل شمال لور ته د کوتل په سيمه کې وسله واله نښته رامنځته شوې ده.
د ياد وزارت د مطبوعاتو مسوول محمد فاروق منګل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه نښته نن د سلواغې ٢٨مه، له غرمې مخکې رامنځته شوې او شاوخوا دوه ساعته يې دوام کړى دى.
ده زياته کړه، نښته د شمالي او پغمان د سيمې د اوسېدونکو ترمنځ په کوتل کې د ځمکې په سر رامنځته شوې ده.
د هغه په وينا، په دغې پېښه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، اوسمهال وضعيت ارام دى او سيمه د پوليسو تر کنټرول لاندې ده.
خو د پېښې له ځايه عيني شاهدانو پژواک ته ويلي، چې په دغې پېښه کې يو شمېر کسانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
دوى زياتوي، پوليسو له خبريالانو کمرې هم اخيستي او هغوى ته يې د پېښې ځاى ته د ورتلو اجازه نه ده ورکړې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP