Language

مزار شریف (پژواک ٢٨ سلواغه ۹۲): د وسله والو ځواکونو لوى درستيز وايي، چې افغان امنیتي ځواکونه په یواځې ځان د افغانستان امنیتي چارې سمبالولى شي.

د افغانستان د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال شېرمحمد کریمي شمال زون ته د یوه سفر په ترڅ کې د ټاکنو د پروسې د امنیت د ارزونې په موخه د شمال زون له لوړپوړو امنیتي چارواکو سره په يوه ناسته کې برخه اخیستې وه.

نوموړي پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، چې په شمال زون کې د امنیت له پلوه د ملي اردو پر وړاندې هېڅ ډول جدي ستونزې وجود نه لري.

ده زیاته کړه، چې د ملي پوځ په لیکو کې مسلکي او فني خلک جذب شوي او دغه ځواکونه ورو ورو پر یوه پیاوړي ځوک د بدلېدو په حال کې دي.

لوی درستیز د خپلو خبرو په دوام کې وویل، چې امنیتي ځواکونه چمتو دي، څو په ټول هېواد کې د ټاکنو د پروسې امنیت تامین کړي.

د کریمي په وینا، په شمال زون کې فاریاب او بدخشان د جغرافیایي موقعیت د خرابوالي له امله یو لړ ستونزې لري، خو بیا هم د دوی ځواکونه هڅه کوي، ترڅو د انتخاباتو تر ورځې د ټولو هغو مرکزونو امنیت خوندي کړي، چې له ګواښونو سره مخ دي.

لوی درستیز د یوې پوښتنې په ځواب کې پژواک اژانس ته وویل، چې د ملي اردو ځواکونه د تجهیزاتو او تعلیم او تربیې له پلوه ۹۵ سلنه مجهز شوي دي او د نړیوالو محاربوي ځواکونو له وتلو وروسته به د هېواد دښمنانو ته اجازه ورنه کړي، ترڅو د افغانستان امنیت ته ګواښ پېښ کړي.

نوموړي زیاته کړه، د افغانستان د هوايي ځواک د پرمختګ لپاره يې هم له کلونو راهیسې هڅې پیل کړي او د تېرو کلونو په پرتله په دغه ځواک کې هم د پام وړ پرمختګ راغلی دی.

په همدې حال کې، د شمال زون د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان تورن جنرال زلمی ویسا په دغه زون کې د ټاکنو پروسې ته چمتووالی ښيي او وايي، ملي ځواکونه به شپه او ورځ هڅه وکړي، ترڅو انتخابات په ښه ډول ترسره شي.

هغه د ټاکنو د امنیت په برخه کې له خلکو څخه د مرستې غوښتنه وکړه او ویې ویل، که خلک له دولتي ځواکونو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي، نو په دې صورت کې دښمنان جرئت نه شي کولای څو امنیتي خنډ رامنځته کړي.