Language

ديني عالمان خلک په ټاکنو کې ګډون ته را وبلل

جلال اباد(پژواک ٢٩ سلواغه ٩٢): په ننګرهار کې لسګونو ديني علماوو د يوې غونډې په ترڅ کې پر ولسونو غږ وکړ، چې په راتلونکو ټاکنو کې ونډه واخلي.

ديني علماوو دغه غوښتنه د سلواغې په ٢٨مه د جلال اباد ښار په سپين جومات کې د سيرت النبي په اړه جوړې شوې غونډې کې وکړه.

د سپين جومات خطيب مولوي ميرزا ترابي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له دې غونډې يې موخه د حضرت محمد (ص ) له سيرت څخه خلک خبرول دي.

ترابي وويل، چې دې غونډې ته د ننګرهار له بېلابېلو ولسواليو په ډېر شمېر ديني عالمان ورغلي وو او د نبي (ص) پر سيرت يې د خبرو تر څنګ له هېوادوالو وغوښتل، چې په راتلونکو ټاکنو کې ونډه واخلي.

دى زياتوي: ((په نننۍ غونډه کې لسګونو ديني علماوو ونډه اخيستې چې د بېلابېلو سيمو او ولسواليو راغلي وو.))

نوموړى وايي، چې په راتلونکو ټاکنو کې بايد ټول ولسونه برخه واخلي، ځکه ټاکنې په اسلام کې هم ترسره شوې دي.

د ترابي په وينا، يو شمېر اشخاص په هېواد کې ټاکنې د اسلامي قوانينو خلاف عمل ګڼي او ولسونو ته په ټاکنو کې د نه ګډون پيغام ورکوي خو دغسې څرګندونې د سياسي ګټو لپاره دي او يا دا چې غواړې د ولسونو ذهنونه خراب کړي.

 ده زياته کړه، چې په افغانستان کې ټاکنې ترسره کېدل له اسلامي قوانينو سره ټکر نه لري او بايد ونډه په کې واخيستل شي.

ديني عالم حاجي احسان الحق حقاني پژواک ته وويل، که هېوادوال غواړي چې په هېواد کې يو اسلامي او قانونمند نظام حاکم وي نو بايد په ټاکنو کې ونډه واخلي او هغه چا ته رايه ورکړي چې برنامه يې د اسلامي اصولو په چوکاټ کې وي.

دى وايي: ((په ټاکنو کې ونډه حتمي ده، دا چې چا ته رايه ورکوئ په دې کې فکر وکړئ، ښه يې پر برنامو ځان پوه کړئ او بيا يې پلوي وکړئ.))

نوموړى زياتوي، که چېرې ولسونه په ټاکنو کې ونډه وانه خلي نو ټاکنې به له غيرې مشروع لارې ترسره شي.

هغه وويل: ((په رايه ورکولو سره موږ له جنګ، جګړو خلاصېږو او همدا مو وخت دى بايد له ډېره احتياطه کار واخلو.

ياده دې وي، چې تېره ورځ هم په ننګرهار کې د ختيځو ولايتونو علماوو د يوه سيمينار په ترڅ کې ټاکنې مهمې وبللې او غوښتنه يې وکړه چې افغانان بايد په ټاکنو کې برخه واخلي.

 

 

 

 

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.