Language

لښكرګاه (پژواك ۲۹سلواغه ۹۲): د هلمند چاواکي وايي، چې د دغه ولايت په نوزاد ولسوالۍ كې د ايساف په يوه هوايي بريد كې ٤ وسله وال طالبان وژل شوي او ٤ نور ټپيان دي.

د نوزاد ولسوال سيد مراد سادات د سلواغې په ۲۹مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه هوايي بريد تېره شپه ۱۲ بجې وروسته له هغه ترسره شو، چې وسله والو طالبانو غوښتل د دانې په نوم سيمه كې د پوليسو پر پوستو بريدونه وكړي او د دې ولسوالۍ لاره له مركز سره وتړي.

هغه زياته کړه: ((ايساف ځواكونو بريد هغه مهال کړى ، چې دغو طالبانو په سيمه کې د جګړې لپاره چمتووالى نيوه.))

د نوموړي په وينا، په وژل شوو طالب جنګياليو کې يو پاکستانى هم شامل دى.

هغه وايي: ((په دې وروستيو کې ددغه ولسوالۍ څخه يو شمېر وسله وال طالبان د بلوچستان کويټې ته ورغلي و او له بېرته راستنېدو سره پلان لري، چې دغلته وسله وال بريدونه زياته کړي او دراتلوونکو ټولټاکنو مخنيوي وکړي.))

نوموړي وويل، افغان سرتېري کولاى شي د وسله والو طالبانو دغه ډول پلانونه شنډ کړي او د خپلو سيمو امنيت او راتلونکې ټاکنې خوندي کړي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

 خو د دې ډلې يوه وياند قاري يوسف احمدي د هلمند په ګرشک، نادعلي، سنګين او واشېر ولسواليو کې د ګڼو افغان او بهرنيو سرتېرو د مرګ ژوبلې ادعا کړې ده.