Language

د طالبانو واکمنۍ د مهاجرينو وزير مړى  تخار کې خاورو ته وسپارل شو

 تالقان (پژواک ٢٩ سلواغه ٩٢): د طالبانو واکمنۍ د مهاجرينو چارو وزير مولوي عبدالرقيب تخاري جنازه نن د تخار ولايت کلفګان ولسوالۍ کې، خپل پلرني ټاټوبي ته لېږدول شوې او هلته خاورو ته وسپارل شو.

 

مولوي عبدالرقيب، چې په هېواد کې د سولې د خبرو اترو پروسې مهم مرکچي و، تېره ورځ په پېښور ښار کې د ناپېژاندو وسله والو له لوري ووژل شو.

 د دغه لوړ پوړي طالب چارواکي جنازه د ملي دفاع وزارت د چورلکو په وسيله دغې سيمې ته ولېږدول شوه او د کلفګان ولسوالۍ زردالو درې سيمه کې، د سيمې د زرګونو کسانو او حکومتي لوړ پوړو چارواکو له لوري خاورو ته وسپارل شوه.

 سيمه ييز چارواکي وايي، چې د طالبانو د ياد پخواني مقام د جنازې مراسمو لپاره ځانګړي تدابير نيول شوي و.

 د تخار د والي وياند سنت الله تيمور پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د طالبانو د دغه چارواکي د جنازې په مراسمو کې، د سولې عالي شورا سياسي سلاکار محمدقاسم حليمي، د ارشاد حج او اوقافو وزارت مسلکي سلاکار عبدالحکيم منيب او ځينو نورو چارواکو، چې له کابل څخه کلفګان ولسوالۍ ته راغلي وو، ګډون درلود.
  هغه زياته کړه، چې په دې مراسمو کې د تخار د والي عبدالطيف ابراهيمي پيغام هم ولوستل شو، چې په هغه کې له مولوي عبدالرقيب څخه د سولې د پلوي او قرباني يادونه شوې وه.

 د تخار والي په خپل پيغام کې، د نوموړي مړينه د افغانستان د سولې پروسې لپاره لويه ضايعه بللې او ويلي يې دي، چې نوموړي د سولې په ټينګولو کې مهم  رول درلود او سياسي شخصيت و.

 د تخار د والي وياند زياته کړې، چې د نوموړي د جنازې په مراسمو کې د تخار د سولې شورا مشر او نورو ډېرو کسانو د هغه د شخصيت په اړه خبرې وکړې او نوموړى يې د سولې پلوى او د هېواد د سولې په خبرو کې يې پوه او ځيرک شخصيت وباله.

 د طالبانو د سياسي کمېټې پخواني مشر ملا معتصم اغا جان دفتر، د تخاري د وژنې د غندلو ترڅنګ، هغه د افغان سولې د خبرو اترو مهم ملاتړى بللى او ويلي يې دي، چې نوموړي له همدې امله ژوند له لاسه ورکړ.

 معتصم اغاجان ته يوې نږدې سرچينې ويلي، مولوي تخاري د طالبانو له هغو چارواکو څخه و، چې تېره اونۍ د افغانستان د سولې پروسې په اړه يې د متحده عربي اماراتو په غونډه کې ګډون کړى و.

 

Related Topics