Language

لښکرګاه (پژواک ٢٩ سلواغه ٩٢): چارواکي وايي، چې په هلمندولايت کې يو موټربم او يوه اندازه چاودېدونکي توکي او وسلې نيول شوي دي.

د هلمند والي تورن جنرال محمدنعيم د سلواغې په ٢٩نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه موټربم او چاودېدونکي توکي تېره ورځ د ياد ولايت د ملي امنيت منسوبينو له دوو تنو سره يوځاى نيولي دي.

نوموړى وايي: ((د لښکرګاه په اړوند سيمو کې د ملي امنيت سرتېرو يو له چاودېدونكو توكو ډک موټر، درې موټرسايكل بمونه او څلور د ځانمرګو بريدونو واسكټونه له دوو کسانو سره نيولي دي.))

والي محمدنعيم وايي، پر دې سربېره يې امنيتي سرتېرو تېره ورځ ۱۱ ميله وسلې، چې۶ كلاشينكوفونه، ۲ پيكا، ۲ ار پي جي راکېټونه او يو ميل سي بر ټوپك شامل دي، نيولي دي.

بلخوا نوموړى وايي، هغه پنځه تنه، چې پخوا يې د لښكرګاه اړوند سيمو كې دولت ضد فعاليتونه کول په دغه ولايت کې د سولې له شورا سره يو ځاى شول.

د هلمندوالي وايي، د سيف الرحمن په مشرۍ دې ډلې له تېرو څو كلونو راهيسې وسله وال فعاليتونه کول، چې تېره ورځ له درې ميله وسلو او يوه اندازه چاودېدونكو توكو سره، له دولت سره يو ځاى شول.