Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل (پژواک ٢٩ سلواغه ٩٢): ولسمشر حامد کرزي د طالبانو د واکمنۍ د کډوالو چارو د وزير مولوي عبدالرقيب تخاري وژنه غندلې او هغه يې د افغانستان د سولې په لاره کې ښکاره قرباني بللې ده.

 د ولسمشر د وياند له دفتره پژواک ته په را رسېدلې خبرپاڼه کې راغلي: ((د طالبانو په حکومت کې د مهاجرينو چارو وزير، مولوي عبدالرقيب تخاري په افغانستان کې د سولې او تفاهم پلوی و او په دوبۍ کې د ملا اغاجان معتصم په مشرۍ د سولې په اړه په وروستيو پيل شوو خبرو کې له ګډون وروسته پېښور ته ستون شو، چې پرون په شهادت ورسېد.))

 سرچينه زياتوي، د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزی په داسې حال کې چې د نوموړي وژنه په کلکه غندي، د طالبانو د اسلامي تحريک پر ټولو غړو يو وار بيا د ورورولۍ غږ کوي چې خپل هېواد ته راشي او په هېواد کې دننه د امن په فضا کې د افغانستان د سولې له عالي شورا سره مذاکرات ترسره کړي؛ ځکه په بهر کې هېڅ افغان رښتينی امنيت نه لري، خصوصاً هغه وطندوست افغانان چې په خپل هېواد کې سوله او امن غواړي او دغه هدف ته کار کوي.

 حامد کرزي “د ملا اغاجان معتصم په مشرۍ د طالبانو د اسلامي تحريک” له هغو هڅو څخه چې په دې وروستيو کې يې د سولې او تفاهم په لاره کې پيل کړې، هرکلی کړى دى.

 سرچينه ليکي، ولسمشر دغه هڅې د افغانستان د خلکو لپاره چې له جګړو او ناخوالو ستومانه او هېواد يې د نوو سياسي پړاوونو د پيل په درشل کې دی، يو ښه زېری بولي.

 کرزي هيله څرګنده کړې چې د سولې دغه هڅې په بشپړه توګه بريالۍ شي او د طالبانو ټول مشران په خپل هېواد کې د سولې او مذاکراتو د پروسې په اړه اقدام وکړي، تر څو خپل ولس ته سوله او امن ور په برخه کړي.

 ولسمشر کرزی د مولوي عبدالرقيب تخاري کورنۍ ته چې جنازه يې نن په تخار کې خاورو ته وسپارل شوه، د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړي او د لوی خدای ( ج) له دربار څخه يې ورته د جميل صبر هيله کړې ده.

 له بلې خوا ولسمشر حامد کرزي د مولوي تخاري له پلار سره نن ټېلفونې خبرې کړي او هغه ته يې د تسليت ورکولو پرمهال ويلي: ((د زوی وينه يې په هېواد کې د سولې او امن د ټينګښت لپاره تويه شوې ده.))

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: “حامد کرزي هيله وکړه چې لوی خدای دې د مولوي عبدالرقيب تخاري او د هېواد د نورو شهيدانو د وينو په برکت افغانستان ته ژر تر ژره تلپاتې سوله راولي.”

د يادولو ده، چې وسله والو طالبانو هم د مولوي عبدالرقيب وژنه په سختو ټکو غندلې ده.

 

 

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.