Language

يو سړي پر لاسي بم خپله ښځه او دوه ماشومان ټپيان کړل

هرات (پژواک ٢٩ سلواغه ٩٢): په هرات ولايت کې يوه سړي د لاسي بم په اچولو سره خپله ښځه او دوه ماشومان سخت ټپيان کړي دي.

د هرات د حوزوي روغتون وياند محمدرفيق شېرزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه پرون ماښام، د هرات د ګذرې ولسوالۍ په خواجه شهاب سياوشان سيمه کې رامنځته شوې ده.

شېرزي زياته کړه، نوموړى کس احمدشاه نومېږي، دېرش کاله عمر لري او پر نشه يي توکو روږدى دى.

د هرات د حوزوي روغتون وياند زياته کړه: “دغه سړي، چې خپله مېرمن او دوه درې کلن او دوه مياشتنى ماشومان يې د موټرسايکل په وسيله، ګذرې ولسوالۍ ته لېږدول نو د خواجه شهاب سياوشان سيمې په يوه دښته کې يې د لاسي بم پر وراچولو سره درى واړه ټپيان کړي دي.”

د شېرزي د څرګندونو له مخې، ياده ښځه د سيمې د خلکو له لوري روغتون ته لېږدول شوې او له هغه ځايه تېره شپه د هرات حوزوي روغتون ته وړل شوې ده.
د هرات حوزوي روغتون وياند زياته کړه، چې دغه ٢٢ کلنه مېرمن حليمه نومېږي او اوسمهال له خپلو دوو ماشومانو سره د هرات په حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې ده او روغتيايي وضعيت يې تر يوه بريده ښه دى.

په ورته وخت کې د هرات د پوليسو وياند عبدالروف احمدي د يادې پېښې په منلو سره پژواک اژانس ته وويل، چې ياد کس د خپلې مېرمنې او ماشومانو له ټپي کولو وروسته تښتېدلى دى.

احمدي زياته کړه، چې پوليسو د مجرم ماما نيولى او د هغه د نيولو هڅې روانې دي.

د هرات د پوليسو وياند زياته کړه: “دغه کس څو ځلې جرمونه کړي، پر نشه يي توکو هم روږدى دى او دغه راز د يوه کس پر وژنې هم تورن دى.”

د هرات د پوليسو وياند دغه راز وويل، په دې اړه څېړنې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو مياشتې وړاندې په هرات کې يوه سړي په ډېره بې رحمانه ډول د خپلې ښځې غوږونه، پزه او شونډې پرې کړي وو.

په همدې حال کې د دغه ولايت د ښځو حقونو د ملاتړ کوونکو فعالانو، د دې پېښې د عامل د نيولو او محاکمې غوښتنه کړې ده.

 

Related Topics