Language

کندهار (پژواک ٢٩سلواغه ٩٢): د کندهار چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د هېواد په کچه د ١٦ ميليونه افغانيو په لګښت د چرګانو د ذبحه کولو يوه فابريکه پرانيستل شوه.

د کندهار د ولايت د مقام له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه فابريکه په يوه ساعت کې د ٤٠٠٠ چرګانو د ذبحه کولو وړتيا لري.

خبرپاڼه زياتوي، چې ياده فابريکه د کندهار ولايت د پنځمې ناحيې اړوند د ښور اندام په صنعتي پارک کې موقعيت لري، چې د حاجي محمد ابراهيم په نوم د يوه سوداګر له خوا جوړه شوې ده.

نوموړي ويلي، پر يادې فابريکه يې ١٦ ميليونه افغانۍ پانګونه کړې، چې د يوه ساعت په اوږدو کې د ٤٠٠٠ چرګانو د ذبحه کولو وړتيا لري او په افغانستان کې د چرګانو د حلالولو او پاکولو لومړۍ فابريکه ده.

ده زياته کړې، اوسمهال په دغه فابريکه کې ٣٠ تنه کار کوي، خو تمه يې وښوده چي په لږه موده کي به يې د کارکوونکو شمېر له سلو تر يو سل او پنځوسو تنو پورې ورسېږي.

هغه وايې، د دې فابريکې د مرغدارۍ څانګه په هرات کې ده، چې له ياد ولايت څخه چرګان د ذبح کولو او پاکولو په موخه کندهار ته راوړل کېږي.

د يادولو ده، چې د يادې فابريکې د پرانيستلو په مراسمو کې د کندهار د کرنې رييس انجنير احمدشاه روشن، د عامې روغتيا رييس عبدالقيوم پخلا، د ښاروالۍ رياست مرستيال محمد نسيم رضايي، د اقتصاد رييس محمد رحيم رحيمي، يو شمېر سکټوري رييسانو او ملي سوداګرو برخه لرله .

Related Topics