Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تخار کې يو تښتېدلى زنداني او پوليس ووژل شول

تالقان- کندوز (پژواک ٣٠ سلواغه ٩٢): په تخار ولايت کې يو پوليس او تښتېدلى زنداني وژل شوي او د ملي امنيت ځواکونو په کندوز ولايت کې ځينې وسلې او مهمات، چې د ټاکنو پروسې د ګډوډولو په موخه پټ شوي وو، کشف او نيولي دي.

د تخار امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سمونيار عبدالخليل اسير پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه زنداني جاويد نومېده او د وژنې په تور په لسو کلونو زندان محکوم شوى و، خو ٨ مياشتې وړاندې د تخار له محبس څخه تښتېدلى او د پوليسو تر پلټنو لاندې و.

اسير زياته کړه، نوموړى پرون ماښام د دغه ولايت د فرخار ولسوالۍ په شوري سيمه کې خپل کور ته راستون شوى و، چې پوليسو د کشفي معلوماتو له مخې د هغه کور محاصره کړ، خو د کور محاصرې له دې امله تر سهاره پورې دوام وکړ، چې د هغه د کورنۍ غړو ته کوم زيان ونه رسيږي او د کورنۍ غړي يې د سيمې د خلکو په منځګړيتوب له کوره رايستل شوي دي.

د تخار امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول زياته کړه، له هغه وروسته د نښتې په پايله کې د نوموړي په ګډون يو پوليس ووژل شو او ورور يې د پوليسو له لوري نيول شوى دى.

له بلې خوا د ملي امنيت لوى رياست وايي، چې د دغه رياست موظفينو د کندوز په خان اباد ولسوالۍ کې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې ځينې وسلې او مهمات، چې په يوه پټنځاى کې ځاى پر ځاى شوي وو، نيولي دي.

د دغه رياست د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې له دې پټنځاى څخه يو الوانداز (اور اچونکى)،دوه  RPG7راکټه او شپږ ميله کلاشينکوف تر لاسه شوي او په اړوند يې يو تن نيول شوى دى.

سرچينه وايي: “دغه وسلې د ورانکارو کړنو او د ټاکنې پروسې د ګډوډلو په موخه په دغه ځاى کې، ځاى پر ځاى شوي وو.”

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.