Language

 کابل(پژواک ٣٠سلواغه ٩٢): د کورنيو چارو وزات وايي، چې د کابل د سروبي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ولسمشرۍ د کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله د موټرو پر کاروان  وسله وال بريد شوى دى.

د کورنيو چاو دوزارت وياند صديق صديقي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن مازيګر شاوخوا څلورنيمې بجې د کابل  د سروبي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ډاکټر عبدالله پر کاروان د سپکو وسلو ډزې شوې دي.

نوموړي زياته کړه، چې ډاکټر عبدالله تېره ورځ د جلال اباد په ښار کې يوه غونډه درلوده او نن يې د سروبي ولسوالۍ د انګورتاک په سيمه کې بله غونډه کې هم ګډون وکړ.

صديقي وايي، کله چې ډاکټر عبدالله په ياده سيمه کې له غونډې وروسته کابل ته پر لاره و، نو د سروبي ولسوالۍ د کلکين تونل په سيمه کې يې پر کاروان وسله وال بريد وشو .

ده وويل، چې په دغه بريد کې چاته زيان نه دى اوښتى او شايد په نږدې وخت کې ډاکټر عبدالله له خپل کاروان سره يوځاى کابل ښار ته ورسيږي.

بل پلو ته د ډاکټر عبدالله د ټاکنيز کمپاين يو تن غړي سيد اقا حسين سنچارکي په خپل فيسبوک پاڼه کې ليکلي، چې ياده پيښه يوه شايعه ده او حقيقت نه لري .

ده زياته کړې ده ، چې د کابل د سروبي ولسوالۍ زيات شمير خلکو د ډاکټر عبدالله هرکلى کړى دى.

سنچارکي وايي، په ياده سيمه کې به شايد کوم مشکوک تحرک ليدل شوى وي ، خو د ډاکټرعبدالله پر کاروان کوم بريد نه دى شوى. 

وسله والو طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد له خوا پژواک ته په رالېږل شوي خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه بريد دوى کړى ده.

دوى ادعا کړې، چې په دې بريد کې يې د ډاکټر عبدالله درې ساتونکي وژلي دي.

د يادولود ه، چې د سلواغې په ١٢مه په هرات ولايت کې د ډاکټر عبدالله د کمپاين دفتر دوه غړي د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوي وو.

 

 

Related Topics