Language

لسو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته

جلال اباد (پژواک ٣٠ سلواغه ٩٢): د ننګرهار امنيتي مسوولين وايي، چې  د بېلابېلو نښتو په ترڅ کې دوه وسله وال مخالفين وژل شوي او ٨ نور ټپيان دي.

 د ياد ولايت د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال، د سلواغې په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه د حصارک ولسوالۍ د شمشاد په امنيتي پوستې، د پچيراګام ولسوالۍ د باماخېلو په امنيتي پوستې او چپرهار ولسوالۍ په قرارګاه، د غور اباد او د نظم عامې د سره قلعه په امنيتي پوستو د وسله والو مخالفينو له خوا د سپکو او درندو وسلو بريدونه ترسره شوي وو.

 دى زياتوي، په يادو سيمو کې وسله وال مخالفين د امنيتي ځواکونو له قوي مقاومت سره مخ شوي، چې په پايله کې يې لسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 هغه وايي، په حصارک ولسوالۍ په نښته کې د وسله والو مخالفينو يو سرګروپ نجيب الله وژل شوى دى.

 د امنيه قوماندانۍ د وياند په خبره، د پچير اګام په ولسوالۍ کې هم د وسله والو مخالفينو يو سرګروپ وژل شوى او دوه ملګري يې ټپيان شوي دي.

 هغه زياته کړه: ((په چپرهار ولسوالۍ کې بيا شپږ تنه وسله وال شديد ټپيان شوي دي.))

 نوموړى وايي، چې په يادو نښتو کې افغان ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

 مشرقيوال وايي، د بټي کوټ او غني خېلو ولسواليو اړوندو سيمو کې يې يو شمېر ماينونه هم کشف او له منځه وړي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.