ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوړو زده کړو وزارت له نړيوالې ټولنې د ٢٤ ميليون ډالره مرستې غوښتنه وکړه

author avatar
19 Feb 2014 - 18:27
author avatar
19 Feb 2014 - 18:27

کابل (پژواک ٣٠ سلواغه ٩٢): د لوړو زده کړو وزارت، سږ کال د لوړو زده کړو موسسو ته د کانکور ازموينې د بې پايلې ځوانانو د لار موندنې لپاره نوې طرحه اعلان کړه او د طرحې د پلي کولو په موخه يې له نړيوالې ټولنې څخه د ٢٤ ميليون ډالرو مرستې غوښتنه وکړه.

د لوړو زده کړو وزير ډاکټر عبيدالله عبيد نن ( د سلواغې دېرشمه) په کابل کې د نړيوال بانک استازو، ډونرانو او سفيرانو په ګډون په ناسته کې وويل، چې د دغې طرحې پر بنسټ به په شپنيو پوهنځيو او دولتي پوهنتونونو کې په نويو څانګو    سره  د جذب کچه لوړه کړي.

نوموړي زياته کړه، چې د لوړو زده کړو خصوصي موسسې هم دې ته حاضرې دي، چې په فيسونو کې د تخفيف له لارې ډېر شمېر بې پايلې ځوانان جذب کړي.

هغه زياته کړه: هغه زده کوونکي، چې استعداد لري، خو مالي وس نه لري نو له هغوى سره بايد مرسته وشي، تر څو د لوړو زده کړو په خصوصي موسسو کې خپلې زده کړې پر مخ يوسي.”

 هغه وويل، چې د دغې طرحې د پلي کېدو لپاره ٢٤ ميليون ډالرو ته اړتيا ليدل کېږي، چې په دې برخه کې دې نړيواله ټولنه او مرستندويه موسسې ورسره مرسته وکړي.

دغه راز نوموړي له ملي سوداګرو او مرسته کوونکو افغانانو څخه هم وغوښتل، چې د پاتې شويو ځوانانو د ستونزو د حلولو په موخه، د لوړو زده کړو له وزارت سره مرسته وکړي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، سږ کال به د هېواد په کچه ٢٥٤ زره کسان د کانکور په ازموينه کې ګډون وکړي، چې د دوى د څېړنو له مخې، له دغې ډلې به ٨٠ زره کسان بې پايلې پاتې شي.

هغه وويل، چې د دغو ٢٥٤ زره کسانو له ډلې به يې ٦٠ زره کسان د لوړو زده کړو موسسو او ٣٠ زره به يې نيمه لوړو زده کړو موسسو ته لاره پيدا کړي.

د هغه په وينا، له ٣٣ زره څخه ډېر کسان به په ځانګړي تخفيف او څلور سوه نور به په وړيا ډول د لوړو زده کړو موسسو ته ور وپېژني.

ډاکټر عبيد وويل، د تېرو کلونو تجربې څرګندوي، چې ځينې زده کوونکي د کانکور ازموينې پنځوس سلنه نومرې هم نه شي پوره کولى، يعنې له ١٦٠ نومرو ښکته کسان ناکام دي.

د لوړو زده کړو وزير زياته کړه، چې پنځه کاله وړاندې يواځې ٢٣ کسانو د کانکور له لارې د لوړو زده کړو موسسو ته جذب کېدل، چې دغه اندازه جذب ډېر کم و.

 د هغه په وينا، دغه وزارت په دولتي پوهنتونونو کې د ١٠٠ پوهنځيو او درې سوه څانګو په جوړولو سره د جذب ظرفيت پنځوس سلنه لوړ کړى دى.

 د سرچينې د څرګندونو له مخې، د دغې ناستې پايلې به راتلونکې اونۍ اعلان شي.

د لوړو زده کړو وزير د معلوماتو له مخې، اوسمهال په ٣١ دولتي او ٨٢ خصوصي موسسو او پوهنتونونو کې شاوخوا ٢٥٠ زره کسان خپل  تحصيل پر مخ وړي.

 

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.