Language

ننګرهار کې د ٢٤ ولايتونو ترمنځ د کرکټ  سيالۍ  پيل شوې

 جلال اباد ( پژواک، ٣٠ سلواغه ٩٢ ) : په ننګرهار کې د ٢٤ ولايتونو ترمنځ د کرکټ چيلنج کپ سيالۍ د سلواغې په ٣٠مه، پيل شوې.

د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د  اتصالات چيلنج کپ يوه  ورځنۍ سيالۍ به د ننګرهار په غازي امان الله خان او د بهسودو پله په لوبغالو کې ترسره شي .

هغه زياته کړه ، چې له دې سياليو څخه به څلور غوره لوبډلې د لومړۍ درجې ولايتونو سياليو ( ايليټ کپ) ته لاره پيدا کوي.

هوتک وويل ، نن په لومړۍ لوبه کې  چې په غازي امان الله خان لوبغالي کې ترسره شوه، د نورستان ولايت غور ته ماتې ورکړه.

غور په ٤٦ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ٢٣٧ منډې کړې وې، د غور له لوري خادم حسين ٨٤، سنيل ٣٢ او احسان ٢٨ منډې جوړې کړې.

د نورستان له لوري نور الله انور او امان الله دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د نورستان لوبـډلې ياد هدف په  ٣٢ اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله. د نورستان له لوري ، رييس خان ١٢١ ، هارون ٤٥ او ملک ٢٠ منډې جوړې کړې.

د بهسودو پله په لوبغالي کې  د نيمروز او کاپيسا ترمنځ لوبه ترسره شوه.

Related Topics