Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغانستان پخپله خاوره کې د پاکستانیو سرتیرو وژل کیدل نه تاییدوي

کابل ( پژواک، ۱ کب ۹۲ ) : دافغانستان حکومت وایي چې دوی دپاکستان هغه ادعا نه شي تاییدولی چې ګوندې ۲۳ تنه تښتول شوي پاکستاني سرتیري دافغانستان په خاوره کې وژل شوي دي.

دغه سرتیري څو ورځې مخکې د پاکستانیو طالبانو لخوا تښتول شوي وو او بیا یې مړي د تیرې دوشنبې په ورځ ( دسلواغې په ۲۸مه) موندل شوي وو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا دکب په لومړۍ نیټه پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د پاکستان د ملي امنیت او د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز نن په مالدیپ کې د سارک د بهرنیو چارو  وزیرانو د غونډې په څنډه کې له خپل افغان سیال ضرار احمد عثماني سره ولیدل او دیادې موضوع په اړه یې ورته خپله اندیښنه څرګنده کړه.

سرچینې زیاته کړه چې د افغانستان د بهرنیو چارو  وزیر ضرار احمد عثماني د سرتاج عزیز د اندیښنې به ځواب کې ویلي چې دوی تر اوسه دغه ادعا نه شي تاییدولی چې ګوندې یاد سرتیري دافغانستان په خاوره کې وژل شوي دي.

عثماني زیاته کړې : (( موږ ترهګريز جنایتونه چې په هره سیمه کې ترسره کیږي، غندو.))

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې حکومت به ددغې پيښې د حقایقو معلومولو په موخه هر ممکن اقدامات ترسره کوي.

سرچینې زیاته کړه چې دوی د دغې پيښې  هر اړخیزو څیړنو ترڅنګ دا هم په ډاګه کړې چې دافغانستان په باور په دې سیمه کې روانه ترهګري د هغو تګلارو زیږنده ده، چې له مخې یې سخت دریځي او ترهګري د ستراتیژي او ملي ګټو په توګه کارول کیږي.

تر دې مخکې سرتاج عزيز ادعا کړې، چې ياد سرتېري د افغانستان له خاورې د وسله والو له لوري وژل شوي او زياته کړې يې ده، چې دا ډول پېښې د انقرې له درې اړخيزې غونډې څخه سرغړونه ده.

 د سرچينې په وينا، سرتاج عزيز افغان لوري ته يادونه کړې، چې په ترکيه کې د تېرې اونۍ په درې اړخيزه غونډه کې د پاکستان او افغانستان چارواکو سلا کړې وه، چې خپله خاوره به د يو بل پر ضد نه کاروي او دغه راز به د هغو وسله والو پر ضد اقدام کوي، چې يو د بل په خاوره بريد کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پاکستان له افغان څخه غوښتي، چې په دا ډول پېښو کې ککړ کسان سملاسي ونيسي او سزا ورکړي.

 سرچينه زياتوي، د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ويلي، چې د پاکستان اندېښنې به د افغانستان له حکومت سره شريکې کړي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.