Language

مزار شريف (پژواک د کب لومړۍ نېټه ۹۲): د اداري فساد په له منځه وړلو کې رسنۍ مهم رول لري.

دغه څرګندونې، نن د کب په لومړۍ نېټه په بلخ کې د اداري فساد په وړاندې د ادارې رييس شمس الله جاوېد، د دغې ادارې له خوا د رسنيو د ستاينې په يوه پروګرام وکړې.

ده زياته کړه، په افغان حکومت کې د اداري فساد په وړاندې مبارزه کې د نظام دننه غښتلې اراده نشته، خو د دغې ارادې د غښتلتيا په برخه کې رسنۍ خورا مهم رول لري.

په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازي حاجي عبدو، رسنۍ څلورمه قوه وبلله او زياته يې کړه: ((رسنۍ پر حکومت د څارنې ترڅنګ، حکومتي چارواکي خپلو مسووليتونو ته متوجه کوي او همدارنګه ولس له حکومت سره اشنا کوي.))

د هغه په وينا، رسنيو په افغانستان کې ښه وده کړې ده.

د بلخ پوهنتون د محصلينو د مرکز مشر سيد محمد يزدان پرست، د رسنيو لږ  برخه په معيارونو برابره وبلله او زياته يې کړه، چې په دې ډول د اداري فساد په له منځه وړلو کې خپل رول لوبولی شي.

د هغه په وينا، د هېواد زياته برخه رسنۍ يا معياري نه دي او يا هم د حکومت له خوا اداره کېږي، چې د اداري فساد په وړاندې مبارزه کې يا اغېزمنې نه تمامېږي او يا هم ونډه نه اخلي.

په دغه پروګرام کې د اداري فساد په وړاندې د مبارزې رياست د بلخ څلورو سيمه ييزو رسنيو ته د اداري فساد په وړاندې د مبارزې په برخه کې د فعالې ونډې لپاره ستاينليکونه ورکړل.

Related Topics