Language

ننګرهار کې د ګڼو خلکو په ګډون د اشرف غني د کمپاين دفتر پرانيستل شو

 جلال اباد (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩٢): په جلال اباد ښار کې د ولسمشرۍ د کانديد ډاکټر اشرف غني د کمپاين دفتر د پرانيستې په مراسمو کې مسوولينو د ټاکنو د خپلواک کمېسيون پر ځايي مشر نيوکه وکړه، چې له ځانګړو کانديدانو سره اړيکې لري.

 په دې غونډه کې چې د کب په لومړۍ نېټه په جلال اباد ښار کې جوړه شوې وه، زرګونو ځوانانو، قومي مشرانو، علماوو او يو شمېر نورو خلکو ګډون کړى و.

 د غونډې ګډونوالو د ولسمشرۍ له کانديد ډاکټر اشرف غني څخه د ملاتړ اعلان وکړ.

 په ختيځ کې د ډاکتر محمداشرف غني احمدزي د کمپاين مسوول احسان الله کامه وال وويل، چې که څه هم د دوى دفترونه له پخوا فعال وو خو اوس يې په رسمي ډول پرانيست.

 دى وايي، چې په نننۍ غونډه کې له پنځو زرو زياتو قومي مشرانو، ديني علماوو، جهادي قوماندانانو، ځوانانو او د ګڼ شمېر احزابو استازو ګډون کړى و.

 کامه وال وايي، چې ډاکتر محمداشرف غني يې ځکه ټاکلى چې نوموړى د خپلې پوهې او وړتيا له مخې په نړۍ کې د دويم ستر مفکر په لقب وياړل شوى او د افغانانو لپاره يو ښه رييس جمهور جوړېدلى شي.

 په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي او د ډاکتر محمداشرف غني د کمپاين ولايتي مسوول حاجي عبدالظاهر قدير د غونډې ګډنوالو ته وويل، چې ډاکتر محمداشرف غني د هېواد د ولسمشرۍ لپاره يو وړ نوماند دى او بايد ټول په يوه اتفاق نوموړي ته رايه ورکړئ.

 هغه زياته کړه: ((مشرقيوالو چې د کوم نوماند ملا تړلې هغه يې په ارګ ورننويستى او دا ځل به ډاکتر غني په ارګ ورننباسو.))

 حاجي ظاهر قدير وويل، ولسمشر حامد کرزى که څه هم د کندهار دى خو په خپله دوره کې يې يواځې محدودو اشخاصو ته کار کړى او کندهار هم د جګړې په اور کې سوځي.

 قدير وايي: ((ډاکتر صېب که د ماليې وزارت کړى، که د کابل پوهنتون رياست يې کړى او د واکونو د انتقال د پروسې مسووليت يې کړى، ټول يې بريالي تمام کړي.))

 نوموړي له ولسمشر حامد کرزي مننه هم وکړه، چې تر دې دمه يې ځان بې ‌طرفه ساتلى او بايد بې طرفه پاتې شي.

 هغه د ننګرهار پر ولايتي ادارې هم غږ وکړ، چې په ننګرهار کې دې خپله بې طرفي وساتي او که چېرې بې طرفي ونه ساتي نو قانوني کړنه به ورسره وکړي.

 د حاجي ظاهر په وينا، چې د ننګرهار د ټاکنو رييس هم له يو شمېر نوماندانو سره د شپې په کورونو کې مجلسونه کوي او د معاملو ثبوتونه يې د دوى لاسته ورغلي دي.

 هغه زياته کړه: ((دې رييس په تېرو ټاکنو کې هم په درغلۍ زندان تېر کړ او نن ورباندې غږ کوم چې که بيا تېره کړنه تکرار کړي نو ښه به ورته نه وي.))

 نوموړي دا هم وويل، چې د ټاکنو د ننګرهار د دفتر مشران له يو شمېر نوماندانو له لوري دوبۍ ته استول شوي وو او هلته يې ورته ډالۍ هم اخيستې وې.

 د غونډې يوه بل ګډنوال عبدالجبار قهرمان بيا پر ټولو مشرقيوالو غږ وکړ، چې د پژواک او خادم پر پله دې پل کېږدي او د نړۍ دويم مفکر ډاکتر محمداشرف غني ته دې رايه ورکړي.

 قهرمان وويل: ((ما په تېرو ټاکنو کې هم د ډاکتر صېب ملاتړ کړى او بيا يې ځکه کوم، چې نه غل دى او نه هم قاتل.))

نوموړى وايي، چې هر افغان بايد د خپل ملي رسالت له مخې ډاکتر اشرف غني ته کمپاين وکړي.

 په غونډه کې په ننګرهار کې د مېشتو سکانو استازو هم د ملاتړ لاس پورته کړ او ويې ويل، چې په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې به له ډاکتر اشرف غني څخه ملاتړ کوي.

 د سکانو وياند وويل: ((زموږ لومړى ځل دى چې د مسلمانانو له سټېجه خبرې کوو او له الله ج څخه غواړو چې اشرف غني کامياب کړي او موږ د ډاکتر صېب ملاتړ کوو.))

 بلخوا د ننګرهار د ټاکنو د سيمه ييز دفتر مشر ډاکټر اخترمحمد اجمل پر ځان ټول لګېدلي تورونه په کلکه رد کړل او ويې ويل چې که پر ده هر چا ثبوت کړل نو دى هر ډول قانوني کړنو ته چمتو دى.

 نوموړي وويل: ((زما په پاسپورټ د دوبۍ هېڅ ويزه نشته او تېر ځل هم پر ما تورونه لګېدلي وو او تورونه مې سپين کړل.))

 د يادونې ده، ټاکل شوې د راتلونکي کال د وري مياشتې په ١٦مه په ټول هېواد کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې ترسره شي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.