کابل ( پژواک، د کب لومړۍ ٩٢ ) : د ملي دفاع وزارت وايي، چې دافغانستان په سوېل لوېديـځه حوزه کې د ملي اردو پنځه سرتېري وژل شوي دي.
د ياد وزارت له خوا د کب په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې ياد سرتېري په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د ماين په چاودنو کې وژل شوي دي.
په خبرپاڼـه کې راغلي، چې درې سرتېري د نيمروز ولايت په دلارام ولسوالۍ او دوه نور يې د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
د يوه بل خبر له مخې، د کونړ په چپه دره ولسوالۍ کې ديوې چاودنې له امله څلورو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل پژواک اژانس ته وويل ، چې دا چاودنه پرون ماښام د چپې درې ولسوالۍ د ګوسلک په سيمه کې شوې ده.
هغه زياته کړه ، چې په دې چاودنه کې يو پوليس وژل شوى او درې نور ژوبل دي.
خو وسله وال طالبان بيا وايي ، چې دوى دغه تکتيکي چاودنه کړې وه، چې له امله يې د يوه قوماندان په ګډون اته پوليس وژل شوي دي.