غزني ښار، لښکرګاه ( پژواک،د کب لومړۍ نېټه ٩٢ ) : امنيتي چارواکو په هلمند او غزني ولايتونو کې د يو شمېر وسله والو د وژل کېدو او ځينو نورو د نيولو خبر ورکړ.
په غزني ولايت کې د۲۰۳ تندر قول اردو چارواکي وايي، چې ځواکونو يې د دې ولايت په اندړو ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات ترسره کړي دي.
له يادې قول اردو څخه پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې عملياتو کې څلور وسله وال وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي.
سرچينې زياته کړې، چې ددې عملياتو پر مهال د ملي اردو ځواکونو له وسله والو طالبانو څخه ١١ عرادې موټرسايکلونه هم ترلاسه کړي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يوه بل خبر له مخې، سرحدي پوليسو په هلمند ولايت کې چاڼيز عمليات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې يو وسله وال وژل شوى او ٩ يې ژوندي نيولي دي.
په دې ولايت کې د شپږم سرحدي زون پوليسو له خوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د وژل شوي وسله وال جسد او ٨ عرادې موټرسايکلونه هم پوليسو ترلاسه کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په نښته کې يو سرحدي پوليس هم ټپي شوى دى.