کابل (پژواک، ۲ کب ۹۲ ) : ولسمشر حامد کرزي د عالمانو شورا سره په یوه غونډه کې په ډاګه کړه، چې د افغانستان د سولې هڅې دښمنان لري او هغه شخصیتونه چې د سولې لپاره هڅې کوي وژل کیږي.
له ارګ څخه د کب په ۲مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د افغانستان د عالمانو شورا نن په ارګ کې له ولسمشر حامد کرزي سره ولیدل.
سرچینې زیاته کړه چې ددې لیدنې پر مهال حافظ عبدالقیوم د عالمانو دشورا مصوبه ولوستله او وروسته ولسمشر حامدکرزي د هېواد د عالمانو د سراسري شورا مصوبه په هېوادکې پر ملي مهمو مسلو باندې متمرکزه وبلله.
هغه زیاته کړه : ((ستاسو په مصوبه کې هم په هېواد کې د راروانو انتخاباتو او هم د سولې د ټینګښت په باب مهم ټکي نغښتي وو چې دواړه د افغانستان د خلکو د نظرونو څرګندونکي دي.))
ولسمشر کرزي زیاته کړه چې د افغانستان ملت هیله لري چې انتخابات په ټاکلي وخت ترسره شي چې انشاالله دا کار به ترسره کيږي.
نوموړي د افغانستان له خلکو وغوښتل چې د ۱۳۹۳ لمریز کال په انتخاباتو کې په فعاله توګه برخه واخلي او د خپلې خوښې وړ نوماند ته رایه ورکړي.
د افغانستان جمهوررئیس همدا راز د هېواد له دیني عالمانو هم وغوښتل چې خلک په انتخاباتوکې ګډون ته وهڅوي.
ولسمشر کرزي په هېواد کې د سولې ټینګښت تر ټولو ستره اړتیا وبلله، وې ویل چې اوس د سولې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.
هغه زیاته کړه : ((په مشورتي لویه جرګه کې چې مو د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون د لاسلیک لپاره په عملي ډول د سولې د بهیر د پیلیدلو شرط کیښود د سولې لپاره یو تحرک رامنځته شوی خو لا تراوسه هم زموږ د سولې هڅې دښمنان لري او هغه شخصیتونه چې د سولې لپاره هڅه کوي وژل کیږي.))
ولسمشر وویل چې د مولوي عبدالرقیب تخاري وژل کیدل دا څرګنده کړله چې لا اوس هم دافغانستان د سولې د بهیر په لاره کې خنډونه موجود دي.
تر دې مخکې د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا پخپله مصوبه کې په ټاکنو کې په نه لاس وهنې د ټینګار په ترڅ کې وویل چې دغه شورا د خپل دیني او علمي حیثیت په ساتلو او بشپړې بې طرفۍ سره د جمهوري ریاست له هیڅ نوماند څخه نه ملاتړ کوي او نه یې پرخلاف دریځ غوره کوي .
خو د دغې شورا غړي د هېواد د نورو اتباعو په څېر کولای شي په انفرادي ډول د خپلې خوښې وړ نوماند ته رایه ورکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP