Language

جلال اباد (پژواک٢کب٩٢): د ولسمشرۍ د نوماند ډاکتر محمد اشرف غني دفتر هغه خبر په کلکه رد کړ چې ګواکې د دوى پر موټريز کاروان په کونړ کې وسلوال بريد شوى.

 په ختیځ کې د ډاکټر اشرف غني د کمپاین له مطبوعاتي دفتر لخوا د کب په ۲مه، اعلامیه خپره شوې وه، چې کونړ ته په لاره نن د ډاکتر محمد اشرف غني د کمپاين پر موټريز کاروان وسلوالو بريد کړى چې په بريد کې چا ته زيان نه دى اوښتى.

په اعلامیه کې راغلي وو، چې پر هغه موټر ډزې شوې چې پکې د ختیځ د کمپاین مشر احسان الله کامه وال او د ولسي جرګې وکیله ارین یون ناسته وه.

خو په مرکز کې د ډاکتر محمد اشرف غني مطبوعاتي سلاکار پوهندوى لعل پاچا ازمون پژواک خبري اژانس ته هغه خبر په کلکو ټکو رد کړ چې ګواکې د دوى پر موټريز کاروان په کونړ کې بريد شوى دی.

نوموړى وايي چې دى او د ده پر ګډون د کابل او ننګرهار ولايت د کمپاين يو شمېر چارواکي نن کونړ ته د  دفتر د رسمي پرانيستې لپاره تللي وو او بيرته په خير،خيريت سره جلال اباد ته رارسيدلي دي.

ازمون وايي چې دوى په ختيځ کې د ښځو د څانګې د مشرولۍ لپاره ځانګړى شخص نه لري او يادې ټولې ادعاوې بې بنسټه دي.

نوموړى له رسنيو څخه هم غواړي چې بې بنسټه ادعاو ته دې هوا نه ورکوي او د ډاکتر محمد اشرف غني کمپاين چې يو ولسي کمپاين دى زيان ورته نه رسوي.

د ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي د کمپاين وياند محمدصديق پتمن پژواک اژانس ته ياد بريد رد کړ او ويې ويل چې دى په خپله هم په ياد کاروان کې موجود و.

نوموړي وويل: (( نه راسره کوم وسلوال وو او نه هم راباندې چا بريد کړى دی ))

پتمن زياتوي په دې اړه خپرې شوې اعلامیې او راپورونه بې بنسټه دي، دوی یې په کلکه ردوي او خپاره شوي شیان دوی پورې اړه نه لري.

نوموړى زياتوي چې د دوى کمپاين په ټول هېواد کې مشورتي ټيمونه لري او په هېڅ ځاى کې مسوولين نه دي ټاکل شوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.