کابل ( پژواک، ۲ کب ۹۲ ) : د پاکستان د مالیې وزیر اسحاق ډار په ګډه اقتصادي غونډه کې د ګډون په موخه سبا ته په درې ورځني سفر کابل ته راځي.
په کابل کې د پاکستان سفارت لخوا د کب په ۲مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د مالیې وزیر محمد اسحاق ډار له یوه لوړ پوړي پلاوي سره په درې ورځني سفر سبا کابل ته رسیږي.
سرچینې زیاته کړې چې اسحاق ډار به د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ګډ اقتصادي کمیسیون په ۹ مه غونډه کې د ګډون ترڅنګ دافغانستان ولسمشر حامدد کرزي او یو شمیر نورو افغان چارواکو سره وګوري.
ټاکل شوې ده، چې ګډ اقتصادي غونډه به د کب په څلورمه او پنځه نیټه په کابل کې جوړه شي.
د پاکستان سفارت ویلي چې دغه سفر به ددواړو هیوادونو ترمنځ د نورو اړیکو ترڅنګ داقتصادي اړیکو په پیاوړي کولو سره ګټور ثابت شي.
د افغانستان او پاکستان د ګډ اقتصادي کمیسیون غونډه په داسې حال کې جوړیږي، چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا ددواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې خرابې شوې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز پرون ادعا وکړه، چې ۲۳ تښتول شوي پاکستاني سرتیري د پاکستانیو طالبانو لخوا دافغانستان په خاوره کې وژل شوي ، خودافغانستان د بهرنیو چارو وزارت دا ادعا رد کړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP