Language

يو وسله وال طالب او پنځه ملکي وکړي وژل شوي

لشکرګاه(پژواک،٢کب٩٢): په هلمند کې د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې يو طالب او پنځه ملکي وکړي وژل شوي او ٩ نور وسله وال طالبان نيول شوي دي .

د هلمند ولايت د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونوال عبدالاحد چوپان پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې پرون مازيګر وسله والو طالبانو د نوزاد ولسوالۍ په جازي سيمه کې د پوليسو پر پوسته بريد وکړ ، چې پوليسو ځوابي ډزې وکړې او په نښته کې ښکيلو لوريو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

خو هغه وايي ، چې وروسته وسله والو طالبانو له بلې سيمې پر يادې پوستې توغندى توغولى ، چې د پوستې پرځاى پر يوه کور لګېدلى دى .

هغه زياته کړه ، چې پر کور د توغندي د لګېدو له امله د دوو ښځو په ګډون څلورملکي وګړي وژل شوي دي .

دغه راز هغه وويل ، چې تېره ورځ د نادعلي ولسوالۍ په شاول سيمه کې يو ملکي وګړى د ځاى پرځاى شوي ماين د چاودنې له امله وژل شوى دى .

د هلمند د ٦ سرحدي زون اداري مرستيال محمد معروف بابکرخېل وايي ، چې تېره ورځ امنيتي ځواکونو د خانشين ولسوالۍ په ملخانو او سره کلا سيمه کې چاڼيز عمليات ترسره کړي دي .

دى وايي ، چې په يادو عملياتو کې يو وسله وال طالب وژل شوى ، ٩  نور ژوندي نيول شوي او د وسله والو طالبانو لس موترسايکلونه هم پوليسو نيولي دي .

د يادو پېښو په اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.