Language

په ننګرهار کې د حمزه بابا شلم تلین ونمانځل شو

جلال اباد (پژواک،۲کب ۹۲):په ننګرهار ولایت کې د پښتو ادب د نومیالي شاعر او لیکوال امیر حمزه شینواري شلم تلین ونماځل شو.

دغه نمانځغونډه د کب په دوېیمه  نېټه د ختیځ ادبي بهیر له لوري دیاد ولایت د کامې په ولسوالۍ کې جوړه شوې وه چې، په کې د پښتو ادب یو شمېر مینوالو او لیکوالانو برخه اخیستې وه.

لیکوال او څیړونکی  استاد محمد اصف صمیم ددغه غونډې په پرانسته وینا کې وویل، چې حمزه شینواری په پښتو ادب کې خورا قیمتي اثار پر ځای پرېښي چې د اوسني عصر ډیر شاعران یې لاروي دي.

په ورته مهال د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس اورنګ صمیم په خپله مقاله کې، امیر حمزه خان شینواری ستر مفکر ،د لوی فکر خاوند او هغه شاعر وباله چې، د پښتو غزل  یې نوي پړاو ته داخل کړی دی.

نوموړي وویل: (( حمزه بابا ستر لیکوال وو،ستر شاعر وو او لوی صوفي و، هغه د پښتو فلمونو لپاره زیات داستانونه او سلګونه ډارمې ولیکلې.))

صمیم وویل، په پام کې لري چې، سږ کال د حمزه بابا نړیوال سیمنار جوړ کړي ، چې د افغانستان او سیمې ستر لیکوالان به په کې برخه واخلي.

هغه وایي: ((د اطلاعاتو او فرهنک  وزارت له مشرتابه سره مې په دې تړاو خبرې کړي او هغوی ددغه کار هرکلی کړی.))

په ورته مهال د علومو اکاډمۍ غړي استاد عبدالقیوم زاهد مشواڼي د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ له ریاسته غوښتنه وکړه چې،د حمزه بابادنمانځنې سترې غونډې او سیمینارونه جوړ کړي.

د ننګرهار پوهنتون استاد ببرک میاخیل د حمزه بابا دژوند او اثارو په تړاو  څېړنیزه مقاله ولوسته او هغه د اثارو بېلابیلې نازخیالۍ یې په ګوته کړې.

نوموړي وویل: ((حمزه بابا له رحمان بابا او خوشاله خان  څخه وروسته  د پښتو په غزل کې هغه ملغلرې پییلي چې،تراشلو ته یې اړتیانه شته .))

په دغه نمانځغونډه کې چې،شاه خوا سل تنو برخه لرله، د یو زیات شمېر لیکوالانو او د پوهنتون استادانو په کې د حمزه بابا د کارنامو او ژوند په بېلابیلو اړخونو خبرې وکړې.

حمزه شینواری  د خیبر پښتونخوا په لواړګي سیمه کې دې نړۍ ته سترګې غړولي او ۱۹۹۴ م کې  له دې نړۍ کوچیدلی دی .

نوموړي په  نثر او نظم دواړه کې زیات شمېر اثار لیکلي چې ، په پښتو غزل  کې د نازک خیلو له امله د  غزل بابا بلل کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.