جلال اباد (پژواک ٣ کب ٩٢): د ننګرهار د ښځو چارو رييسه انيسې عمراني د ولسمشرۍ د نوماند ډاکتر محمداشرف غني په کمپاينيزه غونډه کې ګډون کړى دى.
د ټاکنو د قانون له مخې، هېڅ دولتي چارواکى نه شي کولى چې له دولتي موقف څخه د کوم نوماند په ګټه کار واخلي او په کمپايني غونډو کې يې ګډون وکړي.
د ننګرهار د ښځو چارو رييسه پرون د کب په ٢مه په کونړ کې د ولسمشرۍ د کانديد ډاکتر محمد اشرف غني د ولايتي دفتر د پرانيستې په مراسمو کې ونډه اخيستې وه.
په کونړ کې د پژواک خبريال په ياده غونډه کې ګډون درلود او د هغه د معلوماتو له مخې د ننګرهار د ښځو چارو رييسه انيسه عمراني د مشرانو په څوکيو کې مخې ته ناسته وه چې مخ يې په حجاب کې پټ و.
په پاى کې د غونډې د جوړوونکو له لوري د ننګرهار د ښځو چارو رييسې انيسې عمراني ته د اعزاز څادر هم په دې موخه ور پر سر شو چې له دوى سره يې همکاري کړې ده.
په دې غونډه کې د انيسې عمراني تر څنګ د ننګرهار د ښځو چارو رياست سلاکاره مهتاب ملکزۍ هم وه.
د ننګرهار د ټاکنو د سيمه ييز دفتر مشر ډاکتر محمداجمل اختر پژواک خبري اژانس ته وويل، هېڅ دولتي چارواکى نه شي کولى چې له دولتي موقف نه په استفادې سره د کوم نوماند په کمپاين کې ونډه واخلي.
ډاکتر اجمل زياتوي: ((دا چې د ښځو چارو د رييسې په نوم دريځ ته رابلل شوې، دا خلاف د قانون کار دى.))
دى وايي ، که چېرې يو دولتي مامور د عامو وګړو په څېر په کمپاينيزه غونډه کې ګډون وکړي او له دولتي امکاناتو کار وانه خلي نو پروا نه کوي.
هغه زياته کړه: ((خو دا چې په غونډه کې ونډه اخلي، په دولتي موټر کې ځي، هلته د دولتي موقف له نومه په استفادې سره ونډه اخلي، دا خلاف کار دى.))
بلخوا د ننګرهار مرستيال والي محمدحنيف ګرديوال هم پژواک اژانس ته د ښځو چارو د رييسې انيسې عمراني ونډه د ډاکتر محمداشرف غني د کمپاين په غونډه کې غير قانوني وبلله او زياته يې کړه چې دوى به دغه موضوع جدي تر څارنې لاندې ونيسي.
هغه وويل: ((هېڅ لوړ پوړى دولتي مامور نه شي کولى چې د کمپاين په غونډونو کې له دولتي امکاناتو او موقف څخه استفاده وکړي.))
ګرديوال زياته کړه، چې د ښځو چارو رييسې د دوى له اجازې پرته په غونډه کې ګډون کړى دى.
د ډاکتر اشرف غني د کمپاين وياند صديق پتمن پژواک اژانس ته تاييد کړه، چې د ننګرهار د ښځو چارو رييسه او د ياد رياست سلاکاره مهتاب ملکزۍ له دوى سره په غونډه کې ګډون کړى و.
د نوموړي په وينا، دوى هېڅ چا ته هم بلنه نه ده ورکړې او هر څوک په خپله خوښه راغلي وو.
هغه زياته کړه: ((موږ د کډونوالو مخه نه شو نيولى، که هغه هر څوک وي.))
د ننګرهار د ښځو چارو رييسه انيسې عمراني بيا په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.
ياده دې وي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون په دې وروستيو کې د ولسمشرۍ ټولو نوماندانو ته يو مکتوب هم استولى چې په خپلو غونډو کې دې دولتي مامورين نه پرېږدي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP