غزني ښار (پژواک ۳ کب ۹۲): غزني ولايت د اسلامي نړۍ د ثقافت د مرکز په توګه رسمي مراسم سبا يکشنبه د کب په څلورمه ترسره کېږي.
د ليبيا په طرابلس ښار کې د اسلامي هېوادونو د کلتور د وزيرانو په غونډه کې د ٢٠١٣ کال لپاره غزني داسلامي ثقافت د مرکز يا پلازمېنې په توګه نومول شوى و. تېر کال د دغه مرکز لومړني مراسم ترسره شوي وو، چې په کې لوړ پوړو دولتي چارواکو ګډون کړى وو.
د دغه پروګرام وروستي مراسم سبا د کب په څلورمه په غزني ښار کې ترسره کېږي، چې ورته کلک امنيتي تدابير نيول شوي دي.
د غزني چارواکي وايي، په دې مراسمو کې به ګڼ شمېر کورني او بهرني مېلمانه او تر اووه زره پورې د غزني ښاريان ګډون کوي.
سرچينه زياتوي، دغو مراسمو ته د يو شمېر اسلامي هېوادونو وزيران هم راځي.
په غزني ښار کې د دې مراسمو لپاره کلک امنيتي تدابير نيول شوي او ټول ښار د افغانستان په ملي بيرغ پوښل شوى دى.
د غزني د والي وياند شفيق ننګ پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې مراسمو کې به هغه کسان ګډون وکولى شي، چې رسمي وېشل شوي کارتونه له ځانه سره وي.
د هغه په وينا، په ښار کې پر بايسکل او موټرسايکل ګرځېدو بنديز هم لګول شوى دى.