تالقان (پژواک ٣ کب ٩٢): د تخار ولايت په خواجه بهاوالدين ولسوالۍ کې زرګونه کسانو لاريون کړى، د دغه ولايت والي او د هغه مرستيال يې بې کفايته وبلل.
هغوى نن له غرمې مخکې د بهاوالدين ولسوالۍ تر مرکزي چوک پورې لاريون وکړ او د دغه ولايت د والي عبدالطيف ابراهيمي او د نوموړي د مرستيال محمد فريد ذکي د لرې کېدو غوښتنه يې وکړه.
لاريون کوونکي وايي، چې موده وړاندې د خواجه بهاوالدين، درقد او ينګي کلا ولسواليو قومي مشرانو خپلې ستونزې له ولسمشر کرزي او د کورنيو چارو له وزير سره په کابل کې شريکې کړې وې او ورته ويلي يې وو، چې دوى د دولت له پروګرامونو ملاتړ کوي او دولت دې په بيارغونه او د حقوقي ستونزو په حلولو کې له دوى سره مرسته وکړي او په دولتي ادارو کې دې د شهيدانو کورنيو ته ونډه ورکړي.
د خواجه بهاوالدين ولسوالۍ يوه مشر ملک تاتار، چې د لاريون کوونکو مشري يې پر غاړه درلوده، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ولسمشر د لارښوونې له مخې تېره اونۍ د تخار مرکز تالقانو ښار ته يو پلاوى راغى او د دې ولسوالۍ له مخورو يې وغوښتل، چې تالقانو ته ورشي.
هغه زياته کړه، دوه ورځې وړاندې ټول مخور د تالقانو ښار ته ولاړل، څو پلاوي ته ووايي چې په خواجه بهاوالدين ولسوالۍ کې امنيت ټينګ دى او پلاوى بايد ولسوالۍ ته ولاړ شي، خو د والي ساتونکو دغو مشرانو ته له والي سره د خبرو اترو کولو اجازه ورنه کړه.
دغه قومي مشر ادعا وکړه، چې دغه کار د والي او د هغه د مرستيال په حکم ترسره شوى دى.
ملک تاتار زياته کړه: “موږ د دې لپاره چې والي يو بې کفايته شخص دى او په خپلې تېرې دورې کې يې هم په تخار کې عدالت نه دى ساتلى، غواړو چې دى له خپل مرستيال سره يو ځاى له دندې لرې شي.”
خو د تخار د والي وياند سنت الله تيمور د لاريونوالو څرګندونې رد کړې او وايي، چې د جمهوري رياست پلاوي د دې ولسوالۍ له قومي مشرانو سره په داسې حال کې ليدنه کړې، چې والي او د ولايتي شورا چارواکو هم ګډون درلود.
هغه زياته کړه، د دې ولسوالۍ د قومي مشرانو دوه نورو ډلو په خپل منځ کې د اختلافاتو له امله له پلاوي سره نه دي ليدلي او بېرته ولسوالۍ ته ستانه شوي، خو دوى ادعا کوي چې ګواکې له ولايت څخه شړل شوي دي.
تيمور زياته کړه، چې ياد پلاوى د يوې ولسوالۍ د ستونزو د حلولو په موخه نه، بلکې د دغه ولايت د خلکو د ستونزو حلولو لپاره راغلى و.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون هم په خواجه بهاوالدين ولسوالۍ کې د والي پر ضد لاريون شوى و او نن يې د دوهم ځل لپاره لاريون کړى او لاريونوالو ګواښ وکړ: که چېرې يې غوښتنو ته لاسرسى ونه شي، خپلو لاريونونو ته به ادامه ورکړي.
دوى د لاريون کوونکو شمېر زرګونه کسان بولي او د ينګي کلا او درقد ولسواليو لار يې تړلې ده.
خو د تخار د والي وياند وايي، چې د خواجه بهاوالدين له ولسوال سره يې اړيکه ټينګه کړې او هغه ورته ويلي، چې ډېرو کمو کسانو لاريون کړى دى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP