Language

وسله والو د الينګار په يوه کلينيک کې ٧ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

جلال ابا(پژواک ٣ کب ٩٢): د لغمان ولايت په الينګار ولسوالۍ کې وسله والو پر يوه کلينيک بريد کړى چې له امله يې يو ماشوم او دوه پوليس وژل شوي او څلور ښځې ټپيانې دي.

د لغمان امنيه قوماندان مل پاسوال محمدداود امين د کب په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن غرمه د الينګار ولسوالۍ د قلعټکي کلي د الوخېلو په روغتيايي کلينيک کې پر سيمه ييزو پوليسو وسله والو بريد کړى چې په پايله کې يې دوه سيمه ييز پوليس وژل شوي او څلور ښځې ټپيانې دي.

نوموړي وويل: ((سيمه ييز پوليس هلته ورغلي وو، چې په چادرۍ کې پرې چا بريد کړى دى.))

دى وايي، چې سيمه د امنيتي ځواکونو له لوري کلابنده شوې او بشپړ جزئيات به يې وروسته په ډاګه شي.

د سيمې اوسېدونکى عبدالهادي پژواک ته وويل، په کلينيک کې پر يو شمېر ښځو مرستې وېشل کېدې او سيمه ييز پوليس يې د امنيت ټينګولو په موخه ورغلي وو.

د عبدالهادي په وينا، چې وسله والو پر سيمه ييزو پوليسو بريد کړى چې درى ښځې ټپيانې او د يوه ماشوم په ګډون درى تنه چې دوه يې سيمه ييز پوليس وو وژل شوي دي.

بلخوا د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک وايي، چې د الوخېلو په کلينيک کې ښځو ته د خوار ځواکۍ لپاره خواړه ورکول کېدل چې دوه سيمه ييز پوليس يې د امنيت لپاره ورغلي وو.

دى وايي، چې وسله وال مخالفين کلينيک ته ورغلي، پر سيمه ييزو پوليسو او عامو وګړو يې بريد کړى دى.

هغه زياته کړه: ((يو کوچنى ماشوم او دوه سيمه ييز پوليس شهيدان شوي او څلور ښځې ټپيانې دي.))

د دغه بريد مسووليت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.