Language

غزني ښار(پژواک ۴ کب ۹۲):د غزني والي په يو شمېر وزارتونو نيوکه وکړه، چې ددغه ولايت د(( اسلامي ثقافت پلازمېنې)) د نمانځغونډې لپاره يې د بيارغونې په چارو کې ښه ونډه نه لرله.

دا نمانځونډه نن دکب په ٤مه په غزني کې ترسره شوه ، چې داطلاعاتواوکولتوروزير، دکورنيوچارو وزارت امنيتي مرستيال، د ښارجوړونې وزير، داسيسکو استازي، دايران دفرهنګي چارو مرستيال،په کابل کې دقزاقستان سفير، دلوګراو پکتيکا واليانو او د يو شمېر مېلمنو په ګډون کابو ٥٠٠٠ زره کسانو برخه اخيستې وه.

دغزني والي موسى خان اکبرزاده په دغه نمانځغونډه کې پر يو شمېر کليدي وزارتونو نيوکه وکړه، چې د غزني ددغو مراسمو لپاره يې د بيارغونې په چارو کې ښه ونډه نه ده اخيستې.

اکبرزاده وويل: (( شپږکاله ډيروخت ووخومرکزي دولت اوکليدي وزارتونوهيڅ کار ونه کړ کوم کار، چې شوى  په وروستيودووکلونوکې شوى دى.))

والي موسي خان زياته کړه، هغه ژمنې، چې له غزني ولايت سره شوې وې  زياتره يې ترسره نه شوې.

د اطلاعاتواو کولتور وزيرسيدمخدوم رهين ددغې ورځې مبارکي دنړۍ ټولو مسلمانانوته وويله دا يې وياړ وباله ، چې غزني داسلامي هېوادونو پلازمېنه ونومول شو.

رهين وويل: (په غزني کې دغه وزارت ۳۱ تاريخي ابدې له سره رغولي او پر  نور يې کار روان دى.))

 وزير داسيسکوله سازمان څخه مننه وکړه، چې د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره يې په دغه ولايت کې زيات کارونه کړي دي.

د اسيسکو استازي دوکتور عباس سدري ووويل، چې دغه سازمان په غزني کې   نورکارونه هم ترلاس لاندې لري.

 نوموړي وويل:(( غزني ولايت موتل په ياد دى اوپه دغه ولايت کې نور کارونه هم په پام کې لرو.))

په دغو مراسموکې د غزني دګاونډيو ولايتونو د  يوشمېر  اوسيدونکو له لوري  لاسي توکي هم نندارې ته وړاندې شول او دغونډې په پاى کې محلي سندرې او   ملي اتڼ  هم ترسره شو .

خو دغې غونډې ته راغليو يوشمېرګډونوالو شکايت درلود، چې دغلته د راتلو پر مهال له زياتو ستونزو سره مخ شوي دي.

دپکتيکا ولايت يوه اوسېدونکي محمدخان پژواک ته وويل: ((تېره ورځ له خپلواسپو سره راغلي يو، شپه موپه يخ کې تېره کړه او نن هم ډوډۍ نه وه.))

 نوموړى داخبره په داسې حال کې کوي، چې په دې غوڼده کې يواځې د۸۰۰کسانو لپاره د  ډوډۍ تيارى نيول شوى وو.

بله خوا دغزني ښار  يواوسيدونکى روح الله چې کارت يې اخيستى و او په دغو مراسموکې يې ګډون نه و کړى پژواک ته وويل:((تر ١٢بجوولاړوو نوبت نه راغى،چې ولاړشو نو مجبوره شو، چې بېرته کورونوته ستانه شو.))

 نوموړي وايي، چې په سلګونه کسان بېرته خپلوکورونو ته ولاړل اوپه دغه غونډه کې يې ګډون ونه کړ.

دغزني چارواکوويلي وو، چې په دې مراسموکې به دکورنيولوړپوړو چارواکواو وزيرانوپه ګډون زيات شميربهرني ميلمانه ګډون وکړي ، خود اطلاعاتواو کولتور او ښارجوړونې له وزيرانو پرته نور تر سترګو نه شول.

دغه راز د غزني ښار يو شمېر اوسيدونکي وايي، چې امنيتي ځواکونو ددغو مراسمو د امنيت لپاره دغزني ټول ښار اوعامې لارې تړلې وې، چې په ډېرو مواردو کې يې خلکو ته ستونزې جوړې کړې وې.

بله خوا د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د اسلامي تمدن د کولتوري پلازمېنې په توګه، د غزني غوره کېدل د افغانستان لپاره لوى  وياړ بللى دى.

ددغې ادارې له لوري د کب په ٤مه  پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي ،چې د غزني د اسلامي تمدن د پلازمېنې په توګه خپله يو کلنه دوره پاى ته ورسوله.

په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د اسلامي تمدن فرهنګي پلازمېنې ته د چمتو کېدو لپاره د غزني ښار د بيارغونې په پروژه کې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د سيمه ييزې حکومتوالۍ د ملاتړ برنامې د پام وړ برخه لرله.

Related Topics