جلال ابا(پژواک٤کب٩٢): په ننګرهار کې د تورخم-جلال اباد د دويم لين سړک کار بيا پيل او هم د ګردو روغتون پرانيستل شو.
نن دسلواغې په ٤مه د افغانستان او پاکستان د ماليي وزيرانو ، د ننګرهار والي اويو شمېر لوړپوړو چارواکو د تورخم-جلال اباد د دويم لين سړک کار د بيا پيليدو پرانيسته وکړه.
د پرانيستې په مراسمو کې د افغانستان د ماليي وزير حضرت عمر زاخېلوال وويل، د تورخم-جلال اباد دويم لين سړک چې څو کاله مخکې يې چارې پيل شوې وې او د يو شمېر ستونزو له امله په ټپه درېدلې وې يو ځل بيا پيل شوې.
نوموړى وايي، چې د ياد سړک چارې اويا سلنه بشپړې شوي او د پاکستان هېواد يوځل بيا وغوښتل ، چې دغه سړک جوړ او ګټې اخيستنې ته يې وړاندې کړي.
دى وايي: (( دغه سړک چې ٧٥ کيلومتره اوږدوالى او ١٣ متره سور لري ، کار به يې په نږدې وختونو کې پيل شي.))
زاخېلوال دا هم وويل ،چې په جلال اباد کې د پښتورګو شپيته بستريز روغتون، چې څو کاله وړاندې د پاکستان هېواد له لوري يې ودانۍ جوړه شوې وه، نن پرانيستل شو او ډېر ژر به ورته وسايل هم راوړل شي.
نوموړى وايي، چې د ياد روغتون په جوړېدو سره به د ټول هېواد د پښتورګو ناروغانو ته د درملنې زمينه برابره شي.
د پاکستان د ماليي وزير محمد اسحاق ډار وويل، چې دوى د تورخم-جلال اباد د دويم لين سړک لپاره له پخوا څخه پيسې ځانګړې کړې وې او په ډېر نږدې وخت کې به يې چارې پيل شي.
نوموړي وويل: (( زموږ صدراعظم په دې خاطر چې غواړي له افغانستان سره ښې اړيکې ولري، دغلته د بيارغونې په برخه کې مرستې کوو.))
هغه وايي، چې دوى د تورخم-جلال اباد سړک د جوړولو لپاره له شرکت سره ټولې تخنيکي او غېرې تخنيکي ستونزې حل کړي او په نږدې وختونو کې به هغوى په خپلو کارونو پيل وکړي.
د ده په خبره ، په جلال اباد کې د پښتورګو يو لوى روغتون ، چې ٦٠ بستره لري ورسره به لازمې مرستې وکړي.
ډار وويل، چې ياد روغتون ته به وسايل او نور اړوند ملحقات برابر کړي.
د پاکستان د ماليي وزير وايي: (( همداراز موږ د کونړ پر سيند دبرېښنا لپاره له دوست هېواد افغانستان سره موافقې ته رسيدلي يو، دلته به برېښنا جوړيږي او ټول به ترې استفاده کوو.))
بلخوا د ننګرهار والي مولوي عطاءالله لودين په يادو پرانيستو خوښي وښوده او زياته يې کړه، چې د تورخم_جلال اباد لومړى سړک اوس د بار داره موټرو له لوري تخريب شوى او د دويم سړک جوړېدونکې کمپنۍ بايد د همکارۍ له مخې د ياد سړک تخريب شوي ځايونه جوړ کړي.
نوموړي د پښتورګو د ناروغيو د روغتون په پرانيسته هم خوښي څرګنده کړه او دغه روغتون يې د هېواد په کچه يو لوى او په عصري وسايلو سمبال روغتون وباله.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب کاموال وايي، دغه روغتون شپيته بستره لري، چې ٣٠ به يې د ښځو لپاره ځانګړي وي.
د نوموړي په خبره، چې پاکستان هېواد د قرارداد له مخې بايد ياد روغتون ته ټول وسايل برابر کړي،ډاکټران يې د ټريننګ لپاره واستوي او هم يو شمېر مجرب ډاکټران دغه روغتون راواستوي.
ياده دې وي ،چې د پښتورګو روغتون څوکاله وړاندې په افغانستان کې د پاکستان سفير له لوري پرانيستل شوى و، دا يې دويمه پرانيسته ده، چې کېږي، خو تر اوسه هم يواځې ودانۍ پاتې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP