غزني (پژواک ٤ کب ٩٢): امنيتي چارواکي وايي، دوه هغه ځانمرګي يې ووژل، چې د غزني ولايت پر مراسمو يې د بريد هوډ درلود.
د ٢٠٣ تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند نظيف الله سلطاني د کب په٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه بريد کوونکي تېره شپه ناوخته په اندړو ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې وژل شوي دي.
نوموړى وايي، بريد کوونکي په يو سراچه موټر کې سپاره وو او د غزني ښار ته يې د تلو هوډ درلود، چې افغان امنيتي ځواکونو يې په اړه معلومات ترلاسه کړل.
سلطاني وايي: ((موږ داسې معلومات ترلاسه کړل ، چې په اندړو ولسوالۍ کې په يو سراچه موټر کې دوه تنه، چې په ځانونو پورې يې د ځانمرګي واسکټونه تړلي او په موټر کې وسلې ورسره دي، موږ دا مسئله له بهرنيو پوځيانو سره شريکه کړه او هغوى پرې هوايي بريد وکړ.))
هغه وايي، چې دغه هوايي بريد له افغان پوځيانوسره په همغږۍ ترسره شوى دى.
وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.
د دغو بريدونو مخنيوى په داسې حال کې کېږي ، چې ټاکل شوې نن په ياد ولايت کې د اسلامي فرهنګ د پلازمېنې مراسم ترسره شي.
په دغو مراسمو کې به پر افغان چارواکو سربېره بهرني سيلانيان او د يو شمېر هېوادونو استازي هم برخه واخلي.