لښکرګاه (پژواک ۴ کب ٩٢): امنيتي چارواکي وايي، چې د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې د ايساف په هوايي بريد کې يو طالب قوماندان وژل شوى دى.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍد مطبوعاتوامرسمونوال عبدالاحد چوپان دکب ۴ مه نېټه پژواک ته وويل،دغه طالب قوماندان په ګرمسېر ولسوالۍ کې د طالبانو مشهور قوماندان بلل کېده.
بله خوا نوموړى وايي، سله والو طالبانو تېره شپه په سنګين ولسوالۍ کې د الماس په نامه د پوليسو پر پوستې بريد وکړ، چې په کې يو ماشوم وژل شوى او يو بل تن ټپي دى.
هغه وايي، چې په دغه بريد کې پوليسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
په ورته وخت کې سمونوال عبدالاحد وويل، چې په ګرشک ولسوالۍ کې پوليسو د يو لړ عملياتو په ترڅ کې ۲۰ حلقې ماينونه كشف اوشنډ کړي دي.
د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف ددې پېښو په اړه څه نه دي ويلي، خو هغه د واشېر په ولسوالۍ کې د دوه بېلابېلو چاودنو په پايله کې د پنځو بهرنيو سرتېرو د وژلو ادعا کړې ده.