جلال اباد(پژواک،٤کب٩٢): په ختيځې حوزې کې د ګوزڼ ضد واکسين کمپاين د کب په ٤مه، پيل شو.
چارواکي وايي، د ختيځو ولايتونو يو ميليون ماشومانو ته، چې عمرونه يې تر پنځو کلونو څخه کم دي د ګوزڼ ضد واکسين تطبيقيږي.
د ننګرهار په شاهي ماڼۍ کې د والي مولوي عطاءالله لودين او يو شمېر نورو چارواکو له لوري د يوه ماشوم په خوله کې د ګوزڼ ضد واکسين د څو څاڅکو په اچولو سره د ګوزڼ ضد واکسين کمپاين پيل شو.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب کاموال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د يونيسف ادارې په مالي مرسته د ګوزڼ ضد واکسين کمپاين نن پيل شو، چې شاوخوا يو ميليون هغه ماشومانو ته به واکسين ورکړل شي، چې عمرونه يې تر پنځو کلونو څخه کم وي.
نوموړى زياتوي، چې په روان کال کې تر دې مهاله دوه د ګوزڼ مثبتې پېښې ثبت شوي، چې يوه يې په لغمان او بله يې په کونړ ولايت کې ده.
ده وويل: (( شاوخوا شپږ زره رضاکاران به په دغه کمپاين کې برخه اخلي.))
دى د يادو پېښو لامل له ګاونډي هېواد څخه د مهاجرينو تګ راتګ په ګوته کوي او وايي ، دوى کوښښ کوي، چې هرې سيمې ته واکسين ورسوي او ماشومانو ته واکسين ورکړي.
د عامې روغتيا رييس پر ټولو هېوادوالو غږ وکړ، چې په دغه کمپاين کې له دوى سره مرسته وکړي او پراخه ونډه په کې واخلي.
نوموړي زياته کړه: ((که په افغانستان او يا بل ګاونډي هېواد کې د ګوزڼ ضد مثبته پېښه وليدل شي بايد په شريکه يې له منځه يوسو، ځکه دغه پېښې بيا بل هېواد ته هم مشکل پيدا کوي.))
د ننګرهار والي مولوي عطاءالله لودين پژواک اژانس ته وويل ، چې دوى يواځې د لعلپورې ولسوالۍ په يوې سيمه کې امنيتي ستونزې لرلې ، چې هغه يې هم حل کړي او په ټول ننګرهار کې په ازادانه ډول د پوليو کمپاين ترسره کيدلى شي.
لودين پر ټولو هېوادوالو غږ کوي، چې د پوليو پر ضد د واکسين په کمپاين کې دې د عامې روغتيا له رضا کارانو سره مرسته وکړي، تر څو يې ماشومان له راتلونکي خطرونو خوندي وي.
ياده دې وي، چې تېر کال د ننګرهار په سرحدي سيمه او په کونړ ولايت کې د پوليو شاو خوا څلور مثبتې پېښې ليدل شوې وې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP