کابل (پژواک ٤ کب ٩٢): د راتلونکي جمهوري رياست د دريو کانديدانو ډاکټر اشرف غني احمدزي، ډاکټر عبدالله عبدالله او زلمي رسول په ملاتړ په جوزجان، بغلان او کندوز ولايتونو کې غونډې او ناستې تر سره شوې.
په جوزجان کې د ډاکټر عبدالله د ټاکنيز کمپاين مسوول عبدالوهاب دانش، پر حکومت نيوکه وکړه او ويې ويل، په وروستۍ لسيزه کې هېواد ته مليونونه ډالر راغلل، خو کومې بنسټيزې پروژې پکې پلې نه شوې او دغه راز نا امنۍ هم له منځه نه ده تللې.
هغه زياته کړه، چې د جمهوري رياست کانديد ډاکټر عبدالله هېواد د امنيت او بيارغونې پر لوري بيولى شي نو له همدې امله نن په شبرغانو کې سلګونو کسانو له هغه څخه د ملاتړۍ لپاره غونډه کړې ده.
په جوزجان کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي د ټاکنيز کمپاين مسوول مولوي عبدالحي حيات هم پر حکومت نيوکه وکړه او ويې ويل، چې يوازې احمدزى په هېواد کې ملي يووالى پياوړى کولى شي او دغه راز به هېواد هم له دغه ټيټ حالت څخه راوګرځوي.
د کندوز ولايت په امام صاحب او علي اباد ولسواليو کې هم سلګونو کسانو د ډاکټر عبدالله له سمون او يووالي له ټيم څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
ګډونوالو ويل، نه يوازې ډاکټر عبدالله ته رايه ورکوي، بلکې هېواد ته د ملي يووالي، سمون او ورورولۍ حکومت په راوستو کې به هم هڅه وکړي.
د نوموړي کانديد د ټاکنيز دفتر مشر محمدامين ايماق وويل: “ډاکټر عبدالله يو نيک نومى مجاهد دى، چې په ډېرو سختو شرايطو کې يې هم افغانستان نه دى پرېښى او له خپلو خلکو سره و او د ټولو د ملاتړ لپاره وړ کس دى.”
د غونډې په ترڅ کې، ډاکټر عبدالله عبدالله د ټيلېفون له لارې خپلو ملاتړ کوونکو او پلويانو ته وينا وکړه او د خپلو پلويانو له ملاتړ څخه يې ستاينه وکړه.
د جمهوري رياست له بل کانديد زلمي رسول څخه هم د بغلان ولايت په پلخمري ښار کې د يوې غونډې په ترڅ کې ملاتړ اعلان شو او د دغه ولايت د ولايتي شورا غړي فيصل سميع وويل، د جمهوري رياست دغه نوماند، چې له دې وړاندې د هېواد بهرنيو چارو وزير و، خپل هېواد او خلکو ته ډېر ګټور کارونه کړي دي.
د هغه په وينا، زلمى رسول د افغانستان لپاره ښه پروګرامونه لري، چې ډېرې اغېزناکې پايلې به ولري او له نوموړي څخه له همدې امله ملاتړ کوي.
په ورته وخت کې، د زلمي رسول د ټاکنيزو مبارزو دفتر د افغانستان ملت ګوند په ملاتړۍ په باميانو کې پرانيستل شو.
دغه ګوند له تېر يوه کال راپدېخوا په کابل کې خپل فعاليتونه پيل کړي دي او په ولسي جرګه کې د کابل استازى ډاکټر جعفر مهدوي يې مشرتوب پر غاړه لري.
Views: 0
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP