مزارشريف (پژواک ٥ کب ٩٢): د بلخ امنيتي چارواکي وايي، چې د ټاکنو تر ورځې به تر احتمالي ګواښونو لاندې مرکزونه صفر ته راټيټ کړي.
دغه خبره د بلخ د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري د کب په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وکړه او زياته يې کړه، چې تر ګواښونو لاندې د مرکزونو د امنيت ټينګولو په برخه کې د پوليسو او نورو امنيتي ځواکونو هڅې روانې دي.
نوموړي همدا راز وويل، چې د روان کال په غبرګولي مياشت کې د بلخ په کچه ۳۱ مرکزونه له لوړو امنيتي ګواښونو سره مخ وو، چې د امنيتي ځواکونو د هڅو په پايله کې دغه کچه ۷ مرکزونو ته راټيټه شوې ده.
قادري زياته کړه: (( د بلخ د البرز په غرنۍ سيمه کې، چمتال، زارع او چهاربولک ولسواليو کې دمګړۍ زموږ يو شمېر مرکزونه تر ګواښ لاندې دي، چې د ګواښونو د له منځه وړو لپاره يې هلې ځلې روانې دي.))
نوموړي له امنيتي ځواکونو مننه وکړه، چې له پوليسو سره د انتخاباتو د پروسې د امنيت په برخه کې مرسته کوي.
له بلې خوا د بلخ د ټاکنو د خپلواک کمېسيون غړي وايي، چې په دغه ولايت کې د کارت ورکولو پروسه پرته له کوم امنيتي خنډ څخه پای ته ورسېده او په دې برخه کې د امنيتي ځواکونو هڅې د قناعت وړ دي.
د بلخ د ټاکنو د کمېسيون مشر عزت الله ارمان پژواک ته وويل، چې په دغه ولايت کې کمېسيون تر دې مهاله شاوخوا ۲۱۰ زره کارتونه وېشلي، چې دا لړۍ لا هم په مزارشريف ښار په دوو سيمو کې روانه ده.
هغه زياته کړه، چې د بلخ په ځينو نا امنو سيمو کې د ټاکنو کمېسيون کارکوونکي، د لارې پر سر له ماينونو په وېره کې وو، خو د امنيتي ځواکونو د هڅو له امله کومه ناوړه پېښه رامنځته نه شوه.
ارمان وويل، چې که امنيتي ځواکونه د ټاکنو د پروسې امنيت د کارت ورکولو د پروسې په څېر ونيسي، نو په يقين سره ويلای شي، چې هېڅ ډول پېښه به رامنځته نه شي.
په همدې حال کې د بلخ يو شمېر اوسېدونکي د امنيتي ځواکونو فعاليتونه ستايي او وايي، چې دوی کولای شي د ټاکنو د پروسې امنيت په ښه ډول تامين کړي.
د مزارشريف اوسېدونکي محمداکبر پژواک اژانس ته وويل، چې پوليس د تېر په پرتله ډېر مسلکي شوي او دوی کولای شي چې زموږ امنيت ټينګ کړي.
هغه زياته کړه، چې د امنيت د ټينګښت په برخه کې د خلکو مرسته د پام وړ ده او عام خلک بايد له خپلو امنيتي ځواکونو سره مرسته وکړي.
د بلخ امنيتي چارواکي په داسې حال کې د انتخاباتو د پروسې د امنيت خبره کوي، چې ټاکل شوې د ۹۳ کال د وري په ۱۶مه به په ټول هېواد کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې ترسره شي.