Language

حصارک کې ١٣ وسله وال وژل شوي

کابل (پژواک ٥ کب ٩٢): د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملياتو کې ١٣ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب  قول اردو وياند نعمان هاتفي د کب په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پرون په حصارک ولسوالۍ کې د شاهين ٢٧ په نوم عمليات پيل شوي دي.

هغه زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې ملي پوليس، ملي اردو، ملي امنيت او کومانډو ځواکونو برخه اخيستې ده.

د هاتفي په وينا، په دغو عملياتو کې تر اوسه ١٣ وسله وال مخالفين وژل شوي او له هغوى سپکې، درنې وسلې او مهمات ترلاسه شوي دي.

نوموړى وايي، چې له دغو عملياتو موخه د راتلونکو ټاکنو لپاره د هغو سيمو امنيت خوندي کول دي، چې تر لوړ ګواښ لاندې وو.

د ٢٠١ قول اردو وياند وويل، چې په دغو سيمو کې به د سيمه ييزو پوليسو او ملي پوليسو پوستې واچول شي.

د ملي دفاع وزارت هم په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ياد عمليات تاييد کړي دي.

د دغه وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په حصارک ولسوالۍ کې ١٣ وسله وال وژل شوي دي.

سرچينې دغه راز ويلي، چې د غزني په ګيلان ولسوالۍ کې ٣ وسله وال وژل شوي او درې نور ژوبل دي.

دغه راز د خوست په صبريو کې پنځه وسله وال د يوې نښتې په ترڅ کې ټپيان شوي دي.

د ملي د فاع وزارت همدا راز ويلي، چې د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال درې وسله وال وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.

سرچينه وايي، چې په خوست کې د يوې چاودنې له امله د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوى دى.

وسله وال طالبان هم د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ عمليات تاييدوي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په دې جګړه کې ١٤ سرتېري وژل شوي او اوه نور ټپيان دي.

هغه د څلورو طالبانو وژل کېدل هم تاييد کړل.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.