Language

د غازي اباد د پېښې د نادرکه سرتېرو د موندلو هڅې روانې دي

اسعداباد (پژواک ٥ کب ٩٢): د کونړ والي وايي، چې د غازي اباد ولسوالۍ په پېښه کې د نادرکه شوو سرتېرو د موندلو په موخه هڅې روانې دي.

يوې ډله وسله والو طالبانو وړمه شپه د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې د ملي اردو پر پوستو بريدونه وکړل، چې له امله يې ٢١ سرتېري ووژل شول او اته نور نادرکه شوي دي.

د ملي اردو د دغو سرتېرو جسدونه تېره شپه کابل ته ولېږدول شول او نن د سردار داوود خان په پوځي روغتون کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د هغو کورنيو ته وسپارل شول.

د کونړ والي شجاع الملک جلاله د کب په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له نادرکه شوو سرتېرو څلورو يې له وسله والو طالبانو سره لاره درلوده او د دوى په مرسته وسله والو پر يادو پوستو بريدونه کړي وو.

هغه زياته کړه، چې په دې نښته کې درى وسله وال هم وژل شوي وو چې جسدونه يې افغان ځواکونو ترلاسه کړي دي.

جلاله وايي، چې ولسوال او په سيمه کې افغان سرتېرو ته يې امر کړی چې د وژل شوو طالبانو جسدونه د سيمې خلکو ته په ضمانت سره ورکړي، څو د مشرانو پر مټ له طالبانو سره بندي سرتېري دولت ته وسپاري.

د نوموړي په وينا، د مشرانو په مرسته له ځينو طالب مشرانو سره اړيکې نيول شوې څو نادرکه سرتېري پيدا او بېرته ور وسپارل شي.

هغه زياتوي، چې په سيمه کې عمليات پاى ته رسېدلي او د وسله والو ځواکونو لوى درستيز جنرال شېرمحمد کريمي هم له غازي اباد ولسوالۍ څخه ليدنه کړې ده.

Related Topics