غزني ښار (پژواک ۵ کب ۹۲): چارواکي وايي، چې د غزني د وروستيو مراسمو پر مهال يې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې د بهرنيو په ګډون ١٣ وسله وال طالبان وژلي دي.
د دغه ولايت والي موسى خان اکبرزاده د کب په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دغو وسله والو هوډ درلود، چې د غزني د اسلامي ثقافت د پلازمېنې په هدف جوړ شوي مراسم ګډوډ کړي.
والي اکبرزاده وايي: ((د غزني په يو شمېر سيمو کې له تېرې ورځې راهيسې ۱۳ وسله وال طالبان چې بهرني جنګيالي هم په کې شامل دي، د افغان پوځيانو د عملياتو په ترڅ کې وژل شوي دي، دغو وسله والو غوښتل چې د اسلامي ثقافت پر مراسمو بريدونه وکړي.))
هغه په ډاګه نه کړه، چې په وژل شوو بهرنيان د کوم هېواد اړوند او څو تنه دي، خو يادونه يې وکړه چې دغه وسله وال طالبان د ياد ولايت په اندړو، ګيرو او د غزني ښار په قره باغي سيمه کې وژل شوي دي.
اکبرزاده وايي، د دغه ولايت امنيتي سرتېرو پر دې سربېره له چاودېدونکو توکو د يو ډګ موټر تر څنګ يوه اندازه وسلې او مهمات هم نيولي دي.
د غزني والي وايي، د دغو عملياتو په ترڅ کې افغان پوځيانو او ولسي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
نوموړي وويل، چې د غزني د مراسمو د امنيت لپاره يې نږدې ۱۵۰۰ امنيتي سرتېري ګومارلي وو، چې په وينا يې خپله دنده يې به ښه توګه ترسره کړه.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د غزني د اسلامي ثقافت د پلازمېنې مراسم تېره ورځ په دغه ولايت کې ترسره شول، چې په کې د يو شمېر افغان چارواکو په ګډون د څو هېوادونو استازو هم برخه اخيستې وه.
ځايي اوسېدونکي وايي، امنيتي ادارو د دغو مراسمو لپاره د غزني ښار تړلى و د مراسمو د ترسره کېدو پر مهال د غزني – کندهار لويه لاره هم د ترافيکو پر مخ تړلې وه.