لښکرګاه (پژواک ٥ کب ٩٢): چارواکي وايي، چې ناپېژانده کسانو د هلمند ولايت د کارګرانو د ټولنې مسوول وژلى دى.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک د کب په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د يادې ټولنې مسوول خداي مير تېره شپه د لښکرګاه د ساپيانو په سيمه کې له ناپېژانده کسانو سره مېلمه و او سهار يې مړى د کور مخې ته موندل شوى دى.
ځواک وايي، چې پوليسو د دې پېښې د څرنګوالي په اړه پلټنې پيل کړې دي.
بلخوا د هلمند ولايت د مخابراتو رييس اميدالله زهير وايي، چې خداى مير٦٠ کاله عمر درلود او پخوا په دغه ولايت کې د مخابراتو رياست کارکوونکى و.
هغه وايي، نوموړى شل کاله د دغه رياست د پوسته خانې مامور پاتې شوى، خو په دې وروستيو کې يې دغه دنده پرېيښې وه او د هلمند ولايت د کارګرو د ټولنې مسوول و.
د افغانستان د خواريکښو او مزدورانو د ټولنې مسوول ډاکټر لياقت عادل وايي، د خداي مير د وژل کېدو په تړاو دقيق معلومات نه لري خو غوښتنه کوي، چې حکومت بايد د افغان کارګرو د خونديتوب لپاره هڅې وکړي.
بلخوا د هلمند د والي وياند وايي، چې تېره شپه په لښکرګاه ښار کې په يوه بله پېښه کې د عبدالاحد اخوندزاده په نوم يوه ځايي اوسېدونکي مړى هم موندل شوى دى.
يوې حکومتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط پژواک ته وويل، چې د عبدالاحد په نوم دغه کس د نامعلومه کسانو له لوري وژل شوى دى.
سرچينه وايي، نوموړى د هلمند ولايت لوى قاچاقبر بلل کېده.