ښرنه-لښکرګاه (پژواک ٥ کب ٩٢): په پکتيکا ولايت کې د چاودنې له امله د تروې ولسوالۍ د ولسوال د دوو زامنو په ګډون درى ماشومان وژل شوي دي.
د پکتيکا د ولايتي شورا غړى عبدالغني پکتين د کب په ۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ مازديګر مهال د تروې ولسوالۍ د کوسکې په سيمه کې پر لويه لار د ماين چاودنه وشوه.
هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې درى ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
پکتين وايي، په وژل شوو کې د تروې د ولسوال ملاګل شاه دوه زامن هم شامل دي چې عمرونه يې د ١٠ او ١٢ کلونو تر منځ وو.
د دې ولسوالۍ يو اوسېدونکی جان محمد وايي، چاودنه د کلي پر لاره پر يادو ماشومانو شوې وه.
امنيتي مسوولينو او وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې، په هلمند ولايت کې د يوه بريد له امله يو ماشوم وژل شوى او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.
د هلمند د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد چوپان پژواک ته وويل، چې دا پېښه پرون د سنګين ولسوالۍ په جنګله سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د ايساف ځواکونو له خوا فير شوې د هوان مرمۍ په تېروتنې د خلکو پر کور لګېدلې ده.
چوپان وويل، چې په دې پېښه کې يو ماشوم وژل شوى، خور او پلار يې ټپيان شوي دي.
وسله والو او ايساف تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.