لښکرګاه(پژواک،٥ کب٩٢): په هلمند ولايت کې د برېتانيې د ولايتي بيارغونې ډلې ((پي، ار،ټي)) چارې په رسمي ډول افغان حکومت ته انتقال شوې.
د انتقال دغه چارې د کب په پنځه د افغان چارواکو او بريتانيوي پوځي سرتېرو له لوري د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ترسره شوې.
په دې تړاو جوړې شوې غونډې ته په هلمند کې د بريتانيا د ولايتي بيارغونې ډلې مشرې بلينډا وويل، د پي،ار،ټي پوځي چارې او ودانۍ يې په رسمي ډول افغان لوري ته وسپارله، خو د مارچ تر مياشتې په يې دغلته ځينې مامورين پاتې وي.
بلينډا وايي، تر دې وروسته به خپلې ټولې مرستې د افغان حکومت له لوري په مصرف ورسوي.
نوموړې وايي: (( له افغانستان سره به زموږ مرستې دوام لري، خو له دې جملې څخه به يواځي په هلمند كې ۱۸۰ ميليونه ډالره د امنيتي ځواكونو د پياوړتيا او بيارغونې لپاره مرسته وکړي.)).
د بريتانيا د ولايتي بيا روغونې ډلې مشره وايي،د انتقال په دغه پروسه کې يې د پي،ار، ټي ودانۍ، يو روغتيايي مرکز، څلور لوى جنراتورونه او د يوه کال تېل د۲۱۵ ميوند قول اردو ځواكونو ته وسپارل.
بله خوا د هلمند والي جنرال محمد نعيم په دغه ولايت کې د بريتانيې د مرستو مننه وکړه او هيله يې وکړه چې دغه هېواد به له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
په هلمند ولايت کې د بريتانيا ولايتي بيارغونې ډلې په ۲۰۰۶ كال كې دغلته فعاليت پيل كړى و، چې لومړۍ چارې يې د امريکايي سرتېرو له خوا او وروسته د بريتانيوي پوځيانو له لوري پر مخ وړل کېدې.