Language

ځانمرګي بريد څلور ملکي وګړي ټپيان کړل

لښکرګاه (پژواک ٥کب ٩٢): د کورنيو چارو وزارت وايي، چې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ځانمرګي بريد له امله څلور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د ياد وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې يوه ځانمرګي بريدکوونکي له چاودېدونکو توکو ډک موټرسايکل ته د لښکرګاه د لومړۍ امنيتي حوزې اړوند د موټرپلورنځيو په سيمه کې، نن مازيګر په ٥:١٥ بجو خپل ځان ته چاودنه ورکړې ده.

سرچينې زياته کړې، په دې پېښه کې د سيمې څلور ملکي وګړي سرسري ټپيان شوي، چې د امنيتي ځواکونو له لوري روغتون ته لېږدول شوي دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک اژانس ته وويل، چې په دې پېښه کې ځانمرګى بريدکوونکى وژل شوى دى.

نوموړي ونه ويل چې د دغه بريد موخه څوک و.

تر اوسه  د دې پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.