مزار شريف ( پژواک، ٦ کب ٩٢ ) : د بلخ په مرکز مزار شريف ښار کې د افغانستان، ازبکستان او تر کمنستان هېوادونو تر منځ د اقتصادي ودې په موخه کنفرانس جوړ شو، چې د درې واړو هېوادونو شاوخوا ۴۰ تنو ملي سوداګور پکې ګډون کړی وو.
بازارموندنه، د صادراتو او وارداتو پياوړي کول، سوداګريزې اسانتياوې رامنځته کول، د دغه کنفرانس مهمې موضوعګانې وې.
د بلخ د سوداګريزو خونو رييس ارش يونسي د کب په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، دا لومړۍ ځل دی، چې د منځنۍ اسيا د دې درېيو هېوادونو تر منځ په دومره لويه کچه کنفرانس جوړېږي.
هغه زياته کړه، چې د قزاقستان او ازبکستان سوداګر غواړي ، تر څو په افغانستان کې پانګونه وکړي او ورته د زمينې د برابرولو په موخه دوی دغه کنفرانس جوړ کړی دی.
د سوداګريزو خونو رييس وايي، چې په بدل کې افغانستان هم د دا ډول کنفرانسونو په جوړېدو سره د دې په لټه کې دی، چې خپلو صادراتو ته بازار موندنه وکړي.
نوموړي وويل، چې کچالو، پياز، وچه او تازه مېوه، د کنځلو غوړي، زغر، د افغانستان مهم صادرات دي.
يونسي زياته کړه، چې د دې کنفرانس دويمه غونډه به دوه مياشتې وروسته په تاشقند کې ترسره شي.
هغه وايي ، چې د افغانستان سوداګرۍ د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه ډېره شوې، خو لا هم په دې برخه کې يو شمېر ستونزې شته دي.
نوموړي وويل ،چې د کافي برېښنا نه درلودل تر ټولو لويه ستونزه ده، چې د سوداګرۍ د پراختيا مخه نيسي.
د ارش يونسي په وينا، دمګړۍ ډېری هېوادونه غواړي ، چې له بلخ ولايت سره سوداګري زياته کړي.