Language

د واټن معلومولو پر لوحو د يوه کانديدانځورونه لګول شوي

جلال اباد (پژواک ٦ کب٩٢): د کابل- جلال اباد د لويې لارې موټرچلوونکي او مساپر شکايت کوي، چې پر هغو لوحو ديوه کانديد انځورونه لګول شوي، چې دوى ته يې د لارې د واټن په معلومولو کې مرسته کوله.

ددغې لويې لارې پر هر يوه کيلو متر کې د ايم ټي اين خصوصي مخابراتي شرکت له خوا لوحه لګول شوې، چې پکې د خداى (ج )د نومونو ترڅنګ د لارې واټن ( کيلومتر) هم په ډاګه شوى دى. د نصرت الله په نامه ددې لارې يو تن مساپر وايي، کله چې پر دې لاره سفر کوي، نو لاره د کيلومترونو په حساب تخمينوي ، چې په څومره وخت کې به خپل منزل ته ورسيـږي. هغه پژواک ته وويل : ((دغه نښې د لارې د مساپرو لپاره ډېرې مهمې دي، دغه لوحې که هر چا لګولې وي، دا ډول په اجاره د ورکولو حق يې نه لري.)) مسلم چې د کابل-جلال اباد پر لويه لار موټر چلوي وايي ، چې پر يادو لوحو د کيلومتر شمېرې او د الله (ج) نومونه ليکل شوي وو، خو اوس پرې د ولسمشرۍ د کانديد عبدرب رسول سياف تصويرونه لګېدلې دي. دى وايي ، چې دوى يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي او اوس ورته دا معلومات نه کيږي، چې څومره واټن يې منزل ته پاتې ده. نوموړي زياته کړه: (( په دې لوحو د الله نومونه هم ليکل شوي وو، چې د هر چا به پرې سترګې ولګيدې، نو له ځانه سره به يې د الله نوم ووايه، لوى ثواب يې لاره.)) د کابل– جلال اباد لويې لارې يو بل چلوونکى اکرام الله هم ورته شکايت کوي او وايي ، چې د ولسمشرۍ د کانديد عبدرب رسول سياف پلويانو پر هغو لوحو خپل تصويرونه لګولي په کومو چې کيلومتر ليکل شوى و. ده زياته کړه: (( دا خو غېر قانوني کار دى، چې په عامه ځايونو کې تصويرونه لګوي او خلکو ته مشکل پېدا کوي.)) نوموړي وويل، چې حکومت بايد په دغه برخه کې جدي ګامونه پورته کړي او هغه لوحې، چې ګټه يې عامو خلکو ته رسيږي بايد کانديدان پرې تصويرونه ونه لګوي. د مولوي عبدالرقيب محمدپه نامه يوه ديني عالم پژواک اژانس ته د ولسمشرۍ د کانديد د پلويانو ياده کړنه غېر قانوني وبلله او زياته يې کړه ، چې په يادو لوحو د الله (ج ) پاک نومونه کښل شوي وو، چې په لوستو يې هر لوستونکي ته ثواب ورکول کيږي، خو لوستونکي يې له دغه ثوابه بې برخې کړي دي. ده زياته کړه: (( په زرګونو خلک چې هره ورځ په دغه لاره ځي له ثوابه محروم شول.)) د ننګرهار د ټاکنو د سيمه ييز دفتر مشر ډاکټر اختر محمد اجمل پژواک اژانس ته وويل ، هغه لايحه چې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له لوري کانديدانو ته ورکړل شوې، بايد له همغې سره سم چلند وکړي. نوموړي زياته کړه ، چې که يادې لوحې په يوه شخص پورې تړلې وي، نو پرته له اجازې څوک نه شي کولى ، چې د چا پر شخصي ملکيت پوسټرونه نصب کړي. ډاکټر اجمل وايي: (( که عامه ځايونه وي او ولس ته يې تاوان وي، نو بايد بيا پرې پوسټرونه ونه لګول شي. )) په ختيځ کې د ولسمشرۍ کانديد عبدرب رسول سياف د کمپاين يوه غړي، چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي پژواک اژانس ته وويل ، چې د دوى ادارې يادې لوحې له يوه شرکت څخه د دوو مياشتو لپاره په کرايه نيولې دي. نوموړي زياته کړه، چې دوى د يادو لوحو پيسې ورکوي او دا لوحې د يوه ځانګړي شرکت اړوند دي. په کابل کې د عبدرب الرسول سياف د ټاکنيز کمپاين مسوولين ردوي، چې ګواکې دوى دې د کابل ــ جلال اباد پر لويه لاره د سياف پوسټرونه لګولي وي. د سياف د مطبوعاتو مسوول فهيم کوهدامني پژواک اژانس ته وويل، چې دوى د پوسټرونو په لګولو کې د ټاکنو د قانون او شته لايحو سره سم عمل کړى او هم يې له خپلو ټولو پلويانو يې غوښتي، ترڅو پوسټرونه پر هغو ځايونو ونه لګوي، چې د اصولو خلاف دي. کوهدامني زياته کړه: “يوه ستونزه چې په افغانستان کې شته دا ده چې د ټاکنو په برخه کې د خلکو فرهنګ کمزورى دى، موږ ټولو کسانو ته چې د استاد پلويان دي، د پوسټرونو د ورکړې پر مهال په وار وار په ټينګار سره ويلي، پر هغو ځايونو يې ونه لګوي، چې د قانون له نظره منع دي. د استاد سياف د کمپياني دفتر د سياسي کمېټې مشر جمال الدين بدر هم پژواک ته وويل، چې دوى کله هم په دولتي او عام المنفعه ځايونو کې د خپل کانديد عکسونه نه لګوي. هغه زياته کړه، چې پر لويو لارو يې د عکسونو د لګولو چاره او اعلانات له ځينو اطلاعاتي کمپنيو سره د پيسو په بدل کې قرارداد کړي دي. دى وايي : (( که چېرې شرکتونو سرغړونه کړې وي، نو خلک دې موږ ته شکايت وکړي، موږ به يې وڅيړو او عکسونه به لرې کړو.)) پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه دايم ټي اين مخابراتي شرکت نظر واخلي، خو هغوى پژواک سره له خبرو کولو ډډه وکړه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.