Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملي دفاع وزارت د کونړ پېښې په غبرګون ٩  افسران له دندو ګوښه کړل

کابل ( پژواک، ٦ کب ٩٢ ) : د ملي دفاع وزارت وايي، چې د کونړ ولايت د بريد په پېښه کې ٩ تنه لوړ پوړي افسران له دندې ګوښه او د څېړنو لپاره يې اړوندو ارګانونو ته معرفي کړي دي.

وړمه ورځ د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې د ملي اردو پر يوه پوځي مرکز د وسله والو طالبانو په ډله ييز بريد کې ٢٠ تنه د ملي اردو سرتېري ووژل شول او څو تنه نور يې لادرکه دي.

ددغو افغان سرتېرو له ډلې يې د ١٧ تنو جسدونه تېره ورځ کابل ته راوړل شول او د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د هغوى کورنيو ته وسپارل شول.

د ملي دفاع وزارت له خوا د کب په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن د ملي دفاع وزير جنرال بسم الله محمدي په مشرۍ ددغه وزارت د عالي شورا غونډه جوړه شوه.

سرچينې زياته کړه ، په دې غونډه کې ، چې لوى درستيز جنرال شېرمحمد کريمي او د وزارت نورو لوړ پوړو چارواکو برخه اخيستې وه، د کونړ د وروستۍ پېښې په اړه هر اړخيزې خبرې وشوې.

د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي ويلي ، چې په دې غونډه کې د وژل شويو سرتېرو فاتحه واخيستل شوه ، هغوى ته د جنت الفردوس دعا  او کورنيو ته يې د صبر غوښتنه وکړه.

هغه زياتوي، په دې غونډه کې پر يادې پېښې د هېوادوالو د ژورې خواشينۍ او د ملي ځواکونو د ملاتړ په اړه د احساساتو قدرداني وشوه .

سرچينې زياته کړې : (( د ملي دفاع وزارت عالي شورا د هېوادوالو دغه ملاتړ ستايي او دغه کار ملي ځواکونو ته نوره توانايي ورکوي. ))

د عظيمي په وينا، وروسته لوى درستيز جنرال شېرمحمد کريمي ، چې ديوه پلاوي په مشرۍ غازي اباد ته تللى، خپل څيړنيز راپور د شورا ګډونوالو ته واورولو او د يادې پېښې په اړه يې بشپړ معلومات وړاندې کړل.

د ملي دفاع وزارت وياند وايي ، چې د وزارت  عالي شورا د ياد راپور تر اورېدلو وروسته پرېکړه وکړه، چې په ياده پېښه کې د غفلت له امله يو شمېر افسران له دندو ګوښه او د څېړنو لپاره اړوندو  ارګانونو ته معرفي شي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې لوړ پوړو  افسرانو کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو د دويمې لوا قوماندان، ددرېيم کنډک قوماندان، ددرېيم کنډک د څلورم ټولي قوماندان، ددرېيم کنډک د اوپراسيون آمر، د قول اردو ددويمې لوا د کشف او استخباراتو ضد آمرين، ددويم کنډک د کشف امرشامل دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.