Language

وحيدي: د ملي اردو سرتېرو په وژلو کې د اى اېس اى لاس دى

هرات، غزني ( پژواک، ٦ کب ٩٢ ) : د هرات والي وايي، چې په کونړ کې د ملي اردو د سرتېرو په وژلو کې د پاکستان استخباراتي اداره نېغ په نېغه لاس لري .

بلخوا نن په غزني ولايت کې سلګونو تنو په کونړ کې د ملي اردو د وژل شويو سرتېرو د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ.

وړمه ورځ د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې د ملي اردو پر يوه پوځي مرکز د وسله والو طالبانو په ډله ييز بريد کې ٢٠ تنه د ملي اردو سرتېري ووژل شول او څو تنه نور يې لادرکه دي.

ددغو افغان سرتېرو جسدونه تېره ورځ کابل ته راوړل شول او د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د هغوى کورنيو ته وسپارل شول.

د هرات والي سيد فضل الله وحيدي  د کب په ٦مه، د يوې خبري غونډې پر مهال ادعا وکړه، چې د يادو سرتېرو په وژلو کې دپاکستان استخباراتي ادارې ( اى اېس اى) لاس دى.

هغه ددغې پېښې د غندلو ترڅنګ زياته کړه،افغاني طالبان دا وړتيا نه لري، چې دا ډول بريد ترسره کړي او زياته مرګ ژوبله واړوي.

د نوموړي په وينا، دا بريد د پولې پورې غاړې ته تنظيم شوى و او پاکستانۍ استخباراتي ادارې پکې لاس درلود.

بلخوا د غزني د ولايت په مقام کې نن دسلګونو کسانو په ګډون د کونړ د ملي اردو د وژل شويو سرتېرو فاتحه واخيستل شوه.

په دې مراسمو کې د غزني او لوګر واليانو ، د ولايتي شوراغړو، دولتي چارواکو او سلګونو ښاريانو برخه اخيستې وه.

د غزني والي موسى خان اکبرزاده د فاتحې ګډونوالو ته پخپله وينا کې يو ځل بيا روانه جګړه پردۍ وبلله او زياته يې کړه ، چې ددې جګړې ګټه طالبانو ته نه، بلکې نورو هېوادونو ته رسېږي .

هغه له وسله والوطالبانو وغوښتل ، چې نوردې له جنګ څخه لاس واخلي او له دولت سره دې يو ځاى شي.

نوموړى وايي، چې د کونړ تر پېښې وروسته به د ملي ځواکونو مورال ټيټ نه، بلکې نور به هم لوړ شي او له خپل ولس او هېواد څخه به ساتنه وکړي.

د لوګر والي نيازمحمد اميري هم په کونړ کې د ملي اردو سرتېرو د وژنې د غندنې ترڅنګ له وسله والوطالبانوڅخه غوښتنه وکړه ، چې نوردې خپله وسله پرځمکه کېږدي اود سولې لاره دې غوره کړي.

هغه زياته کړه، چې طالبان د مسلمانانو وژلو سره هېڅ شى لاسته نه شي راوړلى.

په غزني د ۲۰۳ تندر قول اردو ددرېيمې لوا قوماندان  جنرال غلام حيدر نيکپای غونډې ته وويل ، چې ددوى ځواکونه به تر وروستۍ سلګۍ پورې له خپل  هېواده دفاع وکړي.

د نوموړي په وينا، د خپلو ملګرو غچ به له هغه چا واخلي، چې دغه کاريې کړی دى .

د غزني امنيه قوماندان زړور زاهد هم اعلان وکړ، چې څو پورې يې په بدن کې يو څاڅکى وينه وي، دوى به د خپلو سرتېرو غچ اخلي.

د غزني ښار يوتن اوسېدونکي  محمدانور، چې د فاتحې په دې مراسمو کې يې ګډون کړى و، د ملي اردو سرتېرو په وژنه کې  دپاکستان لاس وباله او له ولسمشر څخه يې وغوښتل، چې پاکستان ته نور ورور هېواد ونه وايي.