غزني ښار(پژواک ۶ کب ۹۲): د غزني امنيتي چارواکي وايي، چې له وسله والو طالبانو سره په مخامخ نښتو کې يې ١٨ طالب جنګيالي وژلي او ٥ نور يې ټپيان کړي دي.
ددغه ولايت د والي وياند شفيق ننګ د کب په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغو نښتو کې د غزني ولايت د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو قوماندان هم تپي شوى دى.
هغه وايي :((تېره ورځ داندړو ولسوالۍ د سې پاى په سيمه او د غزني ښار اړوند دنانې په سيمه کې دوسله والو طالبانو او ملي اردو سرتېرو ترمنځ نښته شوې ده.))
د ننګ په وينا، په اندړو ولسوالۍ کې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي ، د ملي اردو دځانګړو ځواکونو قوماندان برسيرن ټپي شوى او د ناني په سيمه کې د وسله والوطالبانو اوملي اردو تر منځ په نښته کې ۳ وسله وال وژل شوي او۳ نورټپيان شوي دي.
بله خوا په غزني کې د۲۰۳ تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند نظيف الله سلطاني پژواک ته وويل، چې په دې نښتو کې د دوه طالب قوماندانو په ګډون ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور يې ټپيان شوي دي.
د سلطاني په وينا:((وژل شوي طالب قوماندانان ملا حبيب الله او ملاخيرالله نوميږي.))
سلطاني وايي، د غزني د اندړو ولسوالۍ د جمال سيمې ياد عمليات افغان او بهرنيو پوځيانو په ګډه عمليات ترسره کړي دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد په يادو سيمو کې د افغان سرتېرو او سله والو طالبانو تر منځ نښته مني، خو وايي، چې طالب جنګياليو ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې، بلکې اوه تنه افغان سرتېري په کې وژل شوي دي.
د مجاهد په وينا،تر جګړې وروسته بهرنيو پوځيانو په سيمه کې هوايي بريدونه کړي ، خو چا ته په کې زيان نه دى اوښتى.
د يو بل خبر له مخې، د فراه چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې يو ماين خښوونکى د خپل ماين د چاودنې په پېښه کې وژل شوى دى.
ددغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو له دفتر څخه د کب په ٦مه پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دا پېښه د بالابلوک ولسوالۍ د تپه سادات په سيمه کې رامنځ ته شوې ده.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن