غزني ښار(پژواک ۶ کب ۹۲) د غزني چارواکې وايې ، چې په دغه ولايت کې په يوه وسله واله نښته کې څلورو تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غزني د قرباغ ولسوال فضل الرحمن نظروال د کب په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دکابل کندهار په لویه لاره نن مازيګر ناوخته ديادي ولسوالۍ اړونده د عبدالله خيلو په سيمه کې دوسله والو طالبانو او ملي اردو ترمنځ نښته شوې ده.
ولسوال وايې، چې د نښتې پرمهال په ياده سيمه کې د سپرليو یو۳۰۳ ډوله موټرله سیمې څخه دتیریدوپه حال کې و، چې په موټرکې په سپرلیوباندي څومرمۍ لګیدلې دي، چې له امله يې دوه تنه ملکي وګړي وژل شوي او دوه نورټپیان دي.
نظروال وايې، چې په موټرباندې لګیدلې مرمۍ دوسله والوطالبانو له لورې راغلې دي.
دده په خبره، په دې پېښه کې امنیتي ځواکونواو وسله والوطالبانوته کومه مرګ ژوبله نده اوښتې.
هغه وويل، ټپیان روغتون ته ليږدول شوي دي او روغتیايې حالت يې د ډاډوړ دى.
دولسوال په خبره، چې دغه ۳۰۳ ډوله موټرله کابله هرات ته روان و.
دغزني دولایتي روغتون یو نوکریوال ډاکټر محمدکریم پژواک اژانس ته وویل، چې دویته نن مازیګر ناوخته له یادې سیمې څخه دوه تنه ملکي کسان په ټپي حالت کې روغتون ته وروړل شوي دي.
نوموړی وايې چې د ټپيانو روغتیايي حالت ښه دى.