Language

په هلمند کې چاودنې د ښوونځي ٦ زده کوونکو ته مرګ ژوبله واړوله

لښکرګاه(پژواک،٦کب ٩٢) :د هملند چارواکي وايي، چې شاوخوا يوه نيمه بجه په مارجې  ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له امله د يوه ښوونځي درې   زده کوونکي ووژل شول او درې  نور ټپيان شول.

 د مارجې ولسوال ډاکټر شفيق سوله مل د کب په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه د يوه موټر سايکل بم په وسيله په دغې ولسوالۍ کې د زراعت لېسې مخې ته شوې ده.

نوموړى وايي، د پېښې ټپيان د درملنې لپاره ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي.